د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين د جولای په ۲۶ مه په ټولنيزو رسنيو کې ليکلي چې دوی په همدې ورځ د افغان دولت ۳۷ بنديان خوشي کړل.
وړاندې يادې ډلې د روانې مياشتې په ۲۱ مه هم ۱۶ بنديان خوشي کړي وو.
تراوسه پورې افغان حکومت څه باندې ۴۰۰۰ طالب بنديان او طالبانو د امنيتي ځواکونو څه باندې ۸۰۰بنديان خوشي کړي دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |