د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو په دې وروستيو کې د دغه هېواد د کاليفورنيا ايالت د ريچارډ نيکسن کتابتون کې يوه وينا وکړه. هغه له امريکا او ملګرو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې د چين د بدلولو لپاره نور سخت تدبيرونه ونيسي. دغه بدنام او د امريکا په تاريخ کې ترټولو ناوړه د بهرنيو چارو وزير په خپل ټول ځواک سره سړه جګړه پرمخ بيايي او د نړۍ د سولې پر وړاندې ستر ګواښ جوړ شوی دی.
په تېرو لسګونو کلونو کې نړۍ ته د چين د تاريخ ثابته کړه چې چين له تسلط پرته سوله غواړي ، چين نورو ته د ګواښ پرځای فرصت پيدا کوي او د مخالفت پرځای ملګرتيا کوي . اوس چين او اروپا په هراړخيزه توګه د دواړو خواوو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د ټينګېدو لپاره هڅه کوي . جرمني روانه مياشت د اروپايي ټولنې د نوبتي رئيسه هېواد په توګه ټاکل شوی ، د دغه هېواد لومړۍ وزيرې انګيلا ميرکيل خپلو خبرو کې پر دې ټينګار کړی چې له چين سره د همکارۍ ساتل د اروپايي ټولنې لپاره سترې ستراتيژيکې ګټې لري.
د چين او امريکا لپاره په دايمي توګه د دواړو هېوادونو اړيکو د ثبات ساتلو يوه مهمه تجربه د اختلافاتو اداره کولو او د همکاريو پراخولو لپاره هڅه کول دي. د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې نېټې تر پېښې وروسته چين او امريکا د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې او امنيت په برخه کې واقعي همکارۍ کړې دي. په ۲۰۰۸ کال کې نړيوال پولي بحران رامنځته شو ، چين او امريکا د پاليسيو همغږي پياوړې کړه او د ډېرو مسئلو په برخو کې د دواړو خواوو ترمنځ همکارۍ نژدې شوې او د نړۍ د سولې او پرمختګ لپاره يې ستر رول ولوبوه. د کوويد-۱۹ وبا تر رامنځته کېدو وروسته ، چين په خپل هېواد کې د وبا تر کنټرول لاندې ، په چټکۍ سره تر خپلې وسې پورې د امريکا په ګډون نړيوالې ټولنې ته مرستې برابرې کړې او د لوی هېواد مسؤليت يې منعکس کړ.
دا يادونه اړينه ده هغه ورځ چې مايک پومپيو ياده وينا وکړه ، په امريکا کې پر کوويد-۱۹ د تشخيص شويو ناروغانو شمېر له ۴ ميليونو تنو څخه زيات و. له دې وبا سره د مبارزې لپاره د امريکا د کاليفورنيا والي ګاوين نيوسوم اعلان وکړ چې هغه به د چين له بي وايي ډي (BYD) شرکت سره خپل تړون نوی کړي او پر ۵۰۰ ميليونو ماسکونو سربېره ، ۴۲۰ مليونه ماسکونه ترې واخلي.
تاريخ تکراريږي: د امريکا په ګډون د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو خلک به د مايک پومپيو بې ځايه هڅې يوې خوا ته وغورځوي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |