CRI Online

امريکايي رسنۍ : د مايک پمپيو اشتها لاپسې زياته خو عقل يې کم شوی

cri     (GMT+08:00) 2020-07-28 17:30:10

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو تېره اوونۍ په نيکسون کتابتون کې د خپلې وينا پر مهال له چين سره د اړيکو په اړه د امريکا تګلارې ناکامې بللې او هڅه يې کړې چې د نوې سړې جګړې د افکارو په خپرولو سره دغه اړيکې ترينګلې کړي. د مايک پمپيو پر څرګندونو يو شمېر لويديځو رسنيو نيوکه کړې او ويلي يې دي چې امريکا حکومت خپل خلک د نړۍ د روان وضعيت په اړه له کره معلوماتو څخه بې برخې کړي دي.

د امريکا د سي ان بي سي چينل په خپل رپوټ کې ويلي، دا چې مايک پومپيو پدې وروستيو ورځو کې د چين ضد وينا وکړه او د چين په اړه د دونالډ ټرمپ د حکومت تګلارې لاپسې کلکې شوې، نو ډېر خلک فکر کوي چې نړۍ کې نوې سړه جګړه پېليږي. د امريکا د دې يوې اړخيزې تحريک کوونکې کړنې له امله د نړۍ د دوو لويو اقتصادونو ترمنځ تقابل لاسخت او خطرناک شوی او نړيوال وضعيت له لازياتو نامعلومو عواملو سره مخ شوی دی.

د لوس انجليس ټايمز ورځپاڼې خبر ورکړ چې د مايک پومپيو وينا د امريکا او چين په اړيکو کې ستر بدلونونه رامنځته کړي. په تېرو لسګونو کلونو کې دواړو هېوادونو د خپلو پرمختيايي لارو له توپيرونو سره سره بيا هم خپلمنځي نږدېوالی ساتلی او د نړيوال اقتصاد، له اقليمي بدلون سره د مقابلې او د ساري ناروغيو د وقايې په ګډون بېلابېلو برخو کې ګډې همکارۍ کړې دي، خو اوس دغه زمانه ښايي پای ته رسېږي. ډېر کارپوهان پدې اندي چې د ټرمپ حکومت غواړي د نوې سړې جګړې پيل کړي او د خبرو زمينه نه ورکوي، دغه کړنه ډېره خطرناکه ده او ښايي د چين او امريکا د اړيکو د پوره ترينګل کېدو لامل وشي.

د نيويارک ټايمز ورځپاڼې د جولای په ۲۵ مه (( د ټرمپ حکومت له چین سره اړيکې ناسم لوري ته بدلول غواړي)) تر عنوان لاندې يوه مقاله خپره کړه . په دغه مقاله کې ليکل شوي چې د ټرمپ حکومت يو مصيبت د رامنځته کولو په حال کې دی، حکومتي مامورین غواړي چې له دښمنيو ډکوکړنو له لارې له چين سره د اوږد مهاله تقابل او سيالۍ فضا جوړه کړي. دوی د ټولټاکنو له ناکامۍ د ويرې له امله هڅه کوي چې خپلو سيالانو ته د چين او امريکا د اړيکو په خرابولو سره ستونزې پرېږدي.

واشينګټن پوست ورځپاڼې د جولای په ۲۳ مه ليکلي چې د امريکا اوسنۍ تګلارې له مخې سربېره پردې چې له چين سره ددغه هېواد خپلې اړيکې خرابې شوې، بلکې دې کار له چين سره د امريکا د دوستو هېوادونو پر اړيکو هم منفي اغېزه کړې.

امريکا پر چين بې اساسه تورونه لګولي، د بېلګې په توګه د کورونا ويروس منشاء يې له شاوهدو پرته د چين لابراتور په ګوته کړی دی. هغه امريکايي چارواکي چې د چين په اړه يې د خپل هېواد تګلارې طرحې کړې، په حقيقت کې د چين په اړه زيات معلومات نه لري، پر خپل دښمن د چين بدلول د امريکا له ګټو سره سمون نه لري. که امريکا غواړي له چين سره په ګډو هڅو ګډې ګټې ترلاسه کړي، بايد خپلې تګلارې بيا تر غور لاندې ونيسي.

د بريټانيا فاينشل ټايمز د يوې تبصرې په خپرولو سره وويل چې د پومپيو وينا داسې ښکاري چې د کمپاين لپاره وينا ده، اشتها يې لاپسې زياته او عقل يې کم شوی دی.

تاريخي واقعيتونه ښيي، چې چين سوله خوښوونکی هېواد دی، د دغه هيواد پرمختګ بل چا ته ګواښ نه جوړوي او هميشه د نړيوالې سولې د ټينګولو په هڅه کې دی. هغه امريکايي سياستوال چې د چين په مقابل کې د نوې سړې جګړې پارول غواړي، په حقيقت کې نړيواله سوله ګواښي او نړيوال اقتصاد له بې ثباتۍ سره مخ کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای