د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو څو ورځې مخکې د کاليفورنيا ايالت په نيکسو کتابتون کې د يوې وينا په خپرولو سره د چين واکمن ګوند بدنام کړ او په ناوړه توګه يې د چين خلک وستايل. د نوموړي موخه دا ده چې د چين د واکمن ګوند او خلکو ترمنځ تضادونه رامنځته شي او د چين په دننه کې ګډوډي جوړه کړي. د امريکا د ډيپلوماسۍ ټولنې مشر ريچارډ هاس دې ته اشاره وکړه چې د مايک پومپيو له يادې وينا څخه څرګندېږي چې هغه په چين نه پوهېږي. رښتيا دا دي چې مايک پومپيو د چين په اړه ناسم او له جهل ډک نظرونه لري. دا د چين او د ټولې نړۍ لپاره د خندا وړ دي.
د هاروارډ پوهنتون د کينيډي پوهنځي درېيو کارپوهانو په چين کې د لسګونو کلنو پلټنو پر بنسټ دا پايله تر لاسه کړې، چې د چين له مرکزي حکومت څخه د چينايانو د رضايت انډول له ٪۹۳ څخه لوړ دی او چينايان په دې نظر دي چې د چين د کمونېست ګوند د قوي او غښتلي کېدو رېښه د خلکو ملاتړ دی.
دغه راز، د ټولپوښتنو د څيړنې په اړه د امريکا د اسوشياټيډ اژانس او د NORC مرکز د څيړنې له مخې، په سلو کې د اتياوو امريکايانو په اند، د امريکا د پرمختګ لوری ناسم دی چې دغه انډول د دغه هېواد د اوسني حکومت له شروع کېدو راهيسې ډېر لوړ دی. په عين وخت کې د ايډلمان شرکت د تازه راپور له مخې، پر اوسني حکومت د امريکايانو د باور انډول يوازې ٪۴۸ دی. دغه انډول د نړۍ له منځنۍ سويې څخه خورا ټيټ دی چې د نړۍ منځنۍ انډول ٪۶۵ دی. د مايک پومپيو په شمول د امريکا ځيني سياستوال د خلکو د بې باوري حالت پر وړاندې د خپلو تېروتنو د سمولو لپاره هيڅ کار نه کوي، خو د نورو هېوادونو د خلکو او حکومت ترمنځ د تضادونو د پارولو لپاره کوښښ کوي. دا ډېر بد او له جهل ډک ناوړه عمل دی. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |