CRI Online

امريکا په هوسټن کې د چين د لويې قونسلګرۍ د بندلولو لامل په اړه جعل کاري او دروغ جوړ کړي، خو دروغ په اخر کې بيا هم دروغ دی، هيڅ بنسټ او اساس نه لري

cri     (GMT+08:00) 2020-07-29 15:58:08

د چين د بهرنيو چارو وزارت ويبپاڼې د جولای په ۲۹مه نېټه د امريکا تر يوې اړخيزې غوښتنې لاندې په هوسټن کې د چين د لويې قونسلګرۍ د بندولو تر شا د دغه هېواد د دروغ او حقيقتونو تر سرليک لاندې يوه مقاله خپره کړه. په دغه مقاله کې په لسو برخو کې د دغې پيښې د بهير په هکله مالومات وړاندې شوي او په دې اړه د امريکا دروغ او جعل کارۍ افشا شوی دی.

امريکا د جولای په ۲۱مه نېټه په يوه اړخيزه توګه په ناڅاپه توګه په هوسټن کې د چين د لويې قونسلګرۍ د بندولو غوښتنه وړاندې کړه چې د نړيوالو قوانينو، د نړيوالو اړيکو د بنسټيزو اصولو او د چين او امريکا تر منځ د قونسلي تړون له اړوندو مقرراتو څخه سخته سرغړونه ده. چين په دې هکله عادلانه او اړين غبرګون تر سره کړ.

امريکا د خپلې ناسمې پريکړې پټولو لپاره په څو ورځو کې مختلفې پلمې او درغ جوړ کړي دي. خو دروغ له تکرار وروسته لا هم دروغ دي. امريکا ډول ډول بې بنسټه خبرې کړې او يا تور ته سپين وايي او سپين ته تور. نو چين د امريکا د دروغ او د حقيقتونو د افشا کولو اړتيا لري.

لومړی دروغ: امريکا وايي: چين له امريکا څخه د کوويد-۱۹ په وړاندې د واکسين د جوړولو لاسته راوړنې په شمول د پوهنې مالکيت معنوي حق لوټ کړی، نو په هوسټن کې د چين د لويې قونسلګرۍ بندول د امريکا د پوهنې معنوي مالکيت حق او د امريکايي اتباعو د شخصي مالوماتو د ساتلو په موخه دي.

حقيقت: امريکا د دغې خبر لپاره هيڅ شواهد نه شي وړاندې کولی. په حقيقت کې چين په ټوله نړۍ کې د نوښت او د پوهنې معنوي مالکيت حق د ساتنې په برخه کې د لوی هېواد او د پوهنې معنوي مالکيت حق د پرمختګ په نړيوالو چارو کې د عمده انجن په توګه ګڼل کيږي. چين د کوويد-۱۹ په وړاندې د واکسين جوړولو په برخه کې مخکښ مقام درلودونکی دی او له امريکا څخه د دغه پوهنې معنوي مالکيت حق غلا کولو ته اړتيا نه لري.

دويم دروغ: امريکا وايي، چين په امريکا کې د متخصصينو د راغونډولو پلان له لارې د تيکساس پوهنتون د اندسون د سرطان د څيړنې مرکز او په هوسټن سيمه کې د انرژۍ او لوړ ساينس او تېکنالوژيو شرکت څخه د ساينس او تېکنالوژيو لاسته راوړنې او د پوهنې معنوي مالکيت حق غلا کړی.

حقيقت: امريکا د ساينس او تېکنالوژۍ او فرهنګ په برخه کې له چين سره د عادي همکارۍ په هکله پر چين باندې د بې بنسټه جرم کړی. خو چين د نړيوالو معياري اصولو له مخې په پرانيستې او عادلانه توګه د متخصصينو او کارپوهانو د راغونډولو کارونه تر سره کړي دي.

درېيم دروغ: امريکا وايي، چين په هوسټن کې په خپلې لويې قونسلګرۍ کې د جاسوسي فعاليتونه تر سره کول.

حقيقت: چين په هوسټن کې د لويې قونسلګرۍ له پرانيستلو راهيسې تل د نړيوالو قوانينو او د دغه هېواد ځايي قوانين مراعات کړی دی او د دواړو هېوادونو تر منځ د دوستۍ ټينګښت په برخه کې يې کوښښونه کړي دي. د امريکا په خوله کې جاسوسي فعاليتونه او د چين د ايډيالوژۍ تبليغات بيخي نه شته. د امريکا دغه خبرې په حقيقت کې د خپلو کړنو له مخې د چين کارونو ارزونه کوي.

څلورم دروغ:په هوسټن کې د چين لويې قونسلګرۍ او دوو لويو ديپلوماتانو په وروستيو ورځو کې د هوسټن په هوايي ډګر کې الوتکې ته د پورته کېدلو دروازې ته د چيني مسافرينو د تګ په اړه اړوند مالومات بدل کړي.

حقيقت: د امريکا دغه خبر له حقيقت سره هېڅ سمون نه لري. په هوسټن کې د چيني کارکوونکو کارونه تل له نړيوالو قوانينو او ځايي قوانينو سره سم تر سره شوي دي.

پنځم دروغ: امريکا وايي چې دغه هېواد او چين يو د بل ديپلوماتانو په وړاندې په غير مساوي ډول چلند کوي. په چين کې د دغه هېواد ديپلوماتانو د چلند په اړه د امريکا د پاملرنې وړ مسئلې نه دي حل شوې.

حقيقت: چين تل په دغه هېواد کې د امريکا په شمول د بېلا بېلو هېوادونو د ديپلوماتانو ملاتړ کوي چې په چين کې عادی کارونه تر سره کوي او ورته اسانتياوې برابروي. برعکس امريکا په دغه هېواد کې د چيني ديپلوماتانو ته ډول ډول خنډونه جوړوي.

شپږم دروغ: امريکا وايي په هوسټن کې د چين د لويې قونسلګرۍ د بندولو د غوښتنې کولو لامل دا دی چې چين په وو هان ښار کې د امريکا لويې قونسلګرۍ د بيا پرانيستلو کارونو او چين ته په دغه هېواد کې د امريکايي ديپلوماتانو د ستنېدو لپاره د کوويد-۱۹ تيست په شمول اسانتياوې نه برابروي.

حقيقت: چين هيڅکله په دغه هېواد کې د امريکا په شمول د بېلا بېلو هېوادونو د سفارتونو او قونسلګريو ديپلوماتانو ته چين ته د ستنېدو په بهير کې هيڅ ډول خنډونه نه جوړوي. برعکس چين تل د دغو کسانو د قانوني کارونو لپاره اړينې اسانتياوې برابروي.

اووم دروغ: امريکا ويلي چې په هوسټن کې د چين د لويې قونسلګرۍ د ودانۍ د اداره کولو غوښتنه يې وړاندې کړې ده چې له اړوندو قانوني مقرراتو سره سمون لري.

حقيقت: د امريکا دغه کړنه په هيڅ ديپلوماتيک منل شوي دليل برابره نه ده او نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه ده.

اتم دروغ: په هوسټن کې د چين لويې قونسلګرۍ د لي هو فعاليت له لارې بير ته چين ته د مخالفينو او کډوالو د راتګ په ترڅ کې ستونزې جوړوي.

حقيقت: د چين د قانون ادارې څانګې د نړيوالو قوانينو له مخې د نورو هېوادونو د ملي حاکميت او قوانينو د درناوي پر بنسټ قانوني همکارۍ تر سره کوي او د امريکا په خوله کې د تش په نامه د مخالفينو او کډوالو په وړاندې نه، خوتر تعقيب لاندې تښتېدلي مجرين دي.

نهم دروغ: امريکا وايي چې په هوسټن کې د چين د لويې قونسلګرۍ ديپلوماتان د چين ځانګړي جاسوسۍ ادارې کارکوونکي دي او دوی په ټوله نړۍ کې ستونزې جوړوي.

حقيقت: د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کول د چين د ديپلوماتيکو چارو اساس او بنسټ دی. د چين ديپلوماتان د دغه هېواد او نورو هېوادونو تر منځ د دوستانه تګ راتګ او واقعي همکارۍ هڅونه کړی او کوي يې او هېڅکله داسې فعاليتونه نه تر سره کوي چې له حيثيت سره سمون نه خوري.

لسم دروغ: په هسټن کې د چين لويې قونسلګرۍ په ښوونځيو او پوهنتونونو کې په پرانيستې ډول د هانکانګ د حکومت پر مخالفينو باندې انتقاد شوی او د ملي خود پرستۍ له فعاليتونو څخه يې ملاتړ کړی. دوی د امريکا په ښوونځيو او پوهنتونونو کې خپل کسان ترتيب کړي چې چيني محصلينو ته تبليغات وکړي او نظريې يې بدلې او خرابې کړې.

حقيقت: د امريکا په خوله کې د تش په نامه د ملي خود پرستۍ فعاليتونه چې د چين لخوا ملاتړ شوی، په حقيقت کې د چيني محصلينو لخوا په خپله خوښه تنظيم شوي د وطن دوستۍ عملونه او د دوی د ازادۍ نظريو څرګندولو يوه لاره ده. برعکس امريکا د دغه هېواد په مکتبونو کې د ځينو هانکانګ خرابوونکي شرخوښي کسان لمسولي دي چې د چين له حکومت سره مخالفت کوي او د هانکانګ ګډوډۍ ته لمن وهي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای