CRI Online

د مايک پومپيو په شمول د امريکا ځېني سياستوال سياسي لنډغر دي

cri     (GMT+08:00) 2020-07-29 21:15:38

له تېرو څو کلونو راهيسې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو، د فېدرالۍ پلټنې ادارې مشر کريستوفر ورای او د ملي امنيت په چارو کې د ولسمشر سلاکار روبرټ اوبرين په شمول ځېني امريکايي سياستوال په خپلو ويناوو کې د چين بدنامولو هڅه کوي او اوس يې ويلي چې دغه هېواد د امريکا د پوهنې مالکيت حق غلا کړی او په امريکا کې د چين محصلين او کارکوونکي ناوړه موخه لري، نو له دې امله څو ورځې مخکې امريکا په هوسټن کې د چين کنسلګري بنده کړه. د امريکا دغه عمل د چين او امريکا ترمنځ اړيکو ته سخت زيان رسولی دی.

د خندا وړ ځای دا دی چې د مايک پومپيو په شمول امريکايي سياستوال د دروغ ويلو او غلا کولو په برخو کې لوی لاس لري. دوی په ګردې نړۍ کې د جاسوسۍ شبکه جوړه کړې او د نورو هېوادونو علمي او تخنيکي پرمختګونو ته د ماتې ورکولو په موخه هيڅ وحشت او تيری نه دريغوي. د دوی ناوړه موخه نړيوالو ته په ډاګه شوې ده، خو اوس دوی نورو ته ځان داسې ښيي چې دوی ځپل شوې خوا ده. دا د نړيوالو لپاره د خندا وړ ده. ځيني شخصيتونه په دې اند دي چې د مايک پومپيو په شمول ځيني امريکايي سياستوال هيڅ اخلاقي روزنه نه لري او سياسي لنډغر ګرځېدلي دي.

مايک پومپيو دې خپل پټ تاريخ ته وګوري. له اوږدې مودې راهيسې، امريکا په پټه او ناقانونه توګه د نورو هېوادونو مهم سياسي او سوداګريز استخباراتي معلومات تر لاسه کوي او پر نورو هېوادونو باندې انلاين بريدونه کوي او حتی د دوی لويديځ ملګري هېوادونه يې هم ځپلي دي. ويل کېږي چې امريکا په ټوله نړۍ کې تر ټولو ډېر لوی انلاين غل دی. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای