CRI Online

په چين کې د کوويد-۱۹ په وړاندې مبارزو کې خلکو ته د لومړيتوب ورکولو تجربې

cri     (GMT+08:00) 2020-07-30 13:00:00

د کوويد-۱۹ وبا د نوي چين د جوړېدو راهيسې د عامې روغتيا په برخه کې تر ټولو سخته پيښه ده چې د ويروس د خپرېدو سرعت تر ټولو چټک دی، د خپرولو پرخوالی تر ټولو لوی دی او د ويروس د وقايې او کنټرول کارونه تر ټولو سخت دي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په مشرۍ مرکزي حکومت تل د خلکو ژوند، امنيت او روغتيا ته لومړيتوب ورکوي.

د اپريل په شپاوسمه نېټه يو ۹۵ کلن سړي نګ د وو هان ښار په يو روغتون کې له ډاکټرانو څخه ملاتړ څرګند کړ. ځکه چې کله چې هغه د کوويد-۱۹ وبا له امله په روغتون کې د درملنې په وخت کې ډېر سخت حالت درلود. نو د دغه روغتون ډاکټر وويل چې موږ به هر يو ناروغ وساتو،زړو کسانو د هېواد د ابادۍ لپاره زيات خدمتونه تر سره کړي دي، نو موږ خامخا د دوی د ژوند ژغورلو لپاره هڅه کوو.

د ويروس د مخنيوي په موخه د جنورۍ په ۲۳مه نېټه د وو هان په ټول ښار کې بسونه، مترو، بيړۍ ځنډل شوې، له وو هان ښار څخه بهر ته د تللو لپاره هوايي پروازونه او د اورګاډو سټېشنونه بند شول. په دغه لوی ښار کې چې څه دپاسه لس مليونه نفوس لري، قرنطين شو. د پنځلسو عالي نړيوالو څيړنيزو څانګو د شميرنې له مخې د وو هان ښار د قرنطين کېدو له امله په چين کې پر دغې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر اووه لکه تنه کم کړ.

د وو هان ښار له قرنطين کولو وروسته د ټول هېواد له بېلا بېلو ځايونو او پوځونو څخه ۳۴۶ طبي ډلې او ۴۲۶۰۰ طبي کارکوونکي هو بې ولايت ته تللي دي. په طبي ساحه کې د ټول هېواد تر ټولو غښتلي پوهان او طبي تجهيزات په هو بې ولايت کې راغونډ شول چې د ناروغانو ژوند او روغتيا ته يې ټينګ بنسټونه برابر کړي دي. د چين د درملنې ضمانت ادارې خبر ورکړ چې په روغتونونو کې د تشخيص شويو ناروغانو لګښتونه د طبي بيمې له لارې له اخيستل کېدو وروسته نور ټول د حکومت مالي مرستې درلودې، نو ناروغان هيڅ انديښنې نه درلودې.

د کوويد-۱۹ د وقايې او کنټرول په کارونو کې کمزورې ډله تل د پاملرنې او ساتنې مهمه موخه ده.

د چين حکومت له کمزورې ډلې سره د مرستې لپاره دوی ته د مرستندويه پيسو د ور کولو او د عام المنفعه کارونو مودې د اوږدولو په شمول يو لړ تګلارې غوره کړې.

د چين د ښوونيزو چارو وزارت د زده کړې د نه ځنډېدو لپاره په ګړندي توګه د ټولو زده کوونکو لپاره انلاين درسونه ترتيب کړي او د بېلا بېلو ولايتونو، په تېره بيا د ليرې او ګوښه سيمو زده کوونکو ترې ګټې اخيستې.

په چين کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو د کليدي کارونو په اړه غونډه د تېر مارچ په ۶مه نېټه ترسره شوه او پکې ژمنه شوې چې سږ کال به له ټاکلي پلان سره سم په کليوالو سيمو کې ټول بېوزلي کسان له بېوزليتوب څخه ووځي. د مطلق بېوزليتوب له منځه وړل د بشري حقونو د ساتلو مهمه لاره ده. تر ۲۰۳۰ کال پورې د م م د دوامداره پرمختګ په اجنډا کې د بېوزلۍ له منځه وړلو موخه به په چين کې د ټاکلي پلان لس کاله مخکې عملي شي.

د کوويد-۱۹ وبا له امله په نړۍ کې ډېر هېوادونه له زياتو ستونزو سره مخ دي، د چين د عملونو او کوښښونو له امله، ډېرو هېوادونو د فعالې همکارۍ او صميمي مرستو په ارزښت پېژندلی دی. چين د وبا د رامنځته کېدو په لومړي وخت کې د روغتيا نړيوال سازمان ته د دې وبا په اړه مالومات وړاندې کړي، په لومړي وخت کې يې د کوويد-۱۹ ويروس د DNA جوړښت شريک کړی او په لومړي وخت کې يې د دغې وبا د وقايې او کنټرول په اړه د کارپوهانو نړيوالې همکارۍ ترسره کړې او داسې نور. چين له دغې وبا سره د مقابلې لپاره د نړيوالې ټولنې لپاره ډېر وخت سپمولی او په عين وخت کې د يو لوی او مسئولانه هېواد رويه څرګنده کړې ده.

د تېر مارچ د ۲۶مې نېټې په شپه، د شلو لوی صنعتي هېوادونو ډلې مشرانو د کوويد-۱۹ ضد مبارزې په اړه يوه ځانګړې ويډيويي سرمشريزه غونډه ترسره کړه او پکې د نړيوالو همکاريو د ژورتيا او د نړيوال عمومی اقتصاد د تګلارو د همغږۍ د پياوړتيا په شمول د چين څلورفقرييز وړانديز پراخې موافقې تر لاسه کړې دی.

په چين کې د کوويد-۱۹ د رامنځته کېدو په ابتدايي وخت کې څه باندې ۱۷۰ هېوادونو او ۴۰ نړيوالو او سيمه ييزو سازمانونو له چين سره همدردي او ملاتړ څرګند کړی، چين ټول ياد کړي. د تېر می تر پايه پورې چين له ۱۸۰ هېوادونو او لسګونو سازمانونو سره د کوويد-۱۹ د وقايې او کنټرول او د دې ناروغۍ د درملنې لايحې شريکې کړې او نږدې ۱۵۰ هېوادونو او ۴ نړيوالو سازمانونو ته يې بېړنۍ مرستې برابرې کړي دي.

د تېر می په ۱۸مه نېټه د روغتيايي چارو ۷۳مه نړيواله غونډه په انلاين ټوګه پرانيستل شوه او پکې چين ژمنه وکړه چې د کوويد-۱۹ ضد د چين لخوا جوړ شوی واکسين به د عامو توليداتو په توګه وکارول شي.

چين د يو مسئولانه لوی هېواد په توګه به د تل په شان د وګړيو د بېلا بېلو حقونو د ساتلو او د بشري حقونو چارو د سالم پرمختګ هڅولو لپاره نه ستومانه کېدونکی کوښښونه وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای