چين او افغانستان د جولای په ۲۹مه نېټه د کوويد-۱۹ وبا پر وړاندې د وقايې او کنټرول د ګډې همکارۍ په اړه ګډ ميکانيزم جوړ کړ او په همدې ورځ يې د دغه ميکانيزم لومړۍ غونډه تر سره کړه. دغه ميکانيزم د دواړو هېوادونو د بېلا بېلو ادارو تر منځ د مالوماتو شريکولو او د همغږۍ پياوړتيا، په ګډه د وبا د وقايې او کنټرول او د دواړو هېوادونو د خلکو د تګ راتګ او کارونو او تجارت د بيا اعادې کولو په هدف جوړ شوی دی.
دغه ميکانيزم به د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزارتونو په لارښوونه مخ پر وړاندې ځي او د روغتيا، هوايي چلند او د پرمختګ او مرستې په شمول ادارې به په کې ګډون وکړي. د چين د بهرنيو چارو وزارت د اسيايي چارو مرستيال ياو وين او د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د دريمې سياسي څانګې مشر سلطان احمد بهين په ګډه د دغه ميکانيزم لومړې ويډيويي غونډه تر سره کړه. دواړو خواوو د چين او افغانستان تر منځ د عنعنوي دوستانه اړيکو فعاله ستاينه وکړه. د وبا پر وړاندې د همکارۍ، د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ د تګ راتګ د بيا اعادې، د افغانستان له پرمختګ سره د مرستې په اړه د نظريو تبادله وکړه. دواړو خواوو موافقه وکړه چې په راتلونکې کې به د وبا د وقايې او کنټرول د اړتياوو له مخې به د دغه ميکانيزم غونډه تر سره کړي او د اړوندو همکاريو هڅونه به وکړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |