CRI Online

په چين کې د افغانستان سفارت د لان جو پوهنتون د افغانستان د څيړنې له مرکز سره يوه ګډه انلاين غونډه تر سره کړ

cri     (GMT+08:00) 2020-07-31 09:35:31

په افغانستان کې د چين سفارت د جولای په ۳۰مه نېټه د لان جو پوهنتون د افغانستان د څيړنې مرکز او د يو کمربند او يوې لارې د څيړې له مرکز سره د کوويد-۱۹ وبا په حال کې د افغانستان د حالاتو او د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ په هکله يوه ګډه انلاين غونډه تر سره کړه. په چين کې د افغانستان لوی سفير جاويد قايم، دويم سکرتر سيد مونادي په دغه سمينار کې ګډون وکړ او ويناوې يې وکړې. د لان جو پوهنتون د افغانستان د څيړنې مرکز، د منځنۍ اسيا د څيړنې انسټيټيوټ او د سياست او نړيوالو اړيکو پوهنځي اړوندو ښوونکو په دغه غونډه کې ګډون وکړ.

د غونډې په پيل کې لوی سفير جاويد قايم په خپله وينا کې په افغانستان کې د اوسنيو حالاتو په هکله مالومات ورکړل او په دغه هېواد کې يې د کوويد-۱۹ وبا په وړاندې مبارزه کې د چين د حکومت له مرستو څخه مننه څرګنده کړه او هېله يې ښودله چې چين په دې برخه کې لا زياتې مرستې وکړي. هغه د افغانستان او چين تر منځ د همکارۍ په برخه کې وويل چې د افغانستان جغرافيايي موقعت ډېر مهم دی چې د منځنۍ او جنوبي اسيا له بېلا بېلو سيمو سره نښلوي او هېله يې څرګنده کړه چې د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ له لارې په راتلونکې کې د دواړو هېوادونو تر منځ لا زياتې همکار ۍ وشي.

د لان جو پوهنتون د افغانستان او د يو کمربند او يوې لارې د څيړنې مرکز اجرائيه منشي جو يونګ بياو په افغانستان کې د کوويد-۱۹ وبا د حالت، د کابينې د ابادولو ، د سولې بهير د راتلونکې او د کوويد-۱۹ وبا په وړاندې له دغه هېواد څخه د چين د ملاتړ په هکله خبرې وکړې او له لوی سفير جاويد قايم سره يې د علاقې وړ مسئلو په هکله د نظريو تبادله وکړه.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای