CRI Online

د افغانستان په ختيځ کې د موټر بم چاودنې له امله لږ تر لږه ۳۸ تنو ته مرګژوبله اوښتې ده

cri     (GMT+08:00) 2020-07-31 11:00:01

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د جولای په ۳۰مه نېټه اعلان وکړ چې د لوګړ ولايت په مرکز پل علم ښار کې په همدې ورځ ماښام موټر بم چاودنه وشوه چې له امله يې لږ تر لږه ۳۸ تنو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د افغانستان د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پولنيزو رسنيو کې پر خپله پاڼه دغه پېښه غندلې او ويلي يې دي چې دا بريد طالبانو نه دی کړی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای