CRI Online

د چين له خوا د بې دو درييم نمبر سپوږمکيو نړيوال لارښونکی سيستم جوړېږي او ټولې نړۍ ته به خدمتونه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2020-07-31 17:23:58

د بې دو درييم نمبر سپوږمکيو نړيوال لارښونکي سيستم د ابادولو او پرانيستلو مراسم د جولای په ۳۱مه نېټه سهار د بيجينګ د خلکو په لوی تالار کې تر سره شول. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ په دغو مراسمو کې ګډون وکړ او د دغه سيستم د پرانيستلو اعلان يې وکړ.

اوسمهال د چين د بې دو سيستم د ټولې نړۍ په څه دپاسه نيمه برخه هېوادونو او سيمو کې تر استفادې لاندې راغلي دي. د بې دو درييم نمبر سپوږمکيونړيوال لارښونکي سيستم په فعالېدو سره به دغه سيستم ټولې نړۍ ته په مختلفو ساحو کې خدمتونه برابر کړي. د مالوماتو له مخې، د دغه سيستم سيګنال په لرې فضا کې دی، خو له دغه سيګنال څخه د خلکو په ژوندانه چارو، کرهڼه، ځنګلونو او کبانو نيولو چارو او له مصيبتونو څخه د ژغورنې او د اقتصادي پرمختګ په شمول زياتو برخو کې استفاده کېږي.

د بې دو سپوږميکو لارښوونکی سيستم تر ډېره په ترافيک او ليږد راليږ په چارو کې کارول کيږي چې د توکو د ليږد راليږد بهير د نظارت، په سړکونو کې د بنسټيزو تاسيساتو د امنيت څارنې او په بندرونو کې د توکو د ليږلو چارو د نظارت په شمول ساحو کې تې استفاده کېږي. کله چې دغه سيستم په کرهنيزو چارو کې کارول کيږي، د زحمونو د کرلو او د نيالګيو د وده کولو کارونه به لا نور اسانه وي او د بزګرانو د توليد موثريت به په لوړه اندازه پياوړی شي. د طبيعي پېښو رامنځ ته کېدو په صورت کې د بې دو سيستم د خلکو او مالونو د امنيت ساتلو لپاره مهم رول لري. څه موده مخکې د چين د هو نان ولايت د شی مون ولسوالۍ په لی جيا غرنۍ سيمه کې د بې دو سپوږمکۍ له لارې په ځمکه کې د مصيبتونو د څارنې او وړاندوينې سيستم له لارې خلکو ته اخطار ورکول شوی. نو ځايي اوسيدونکي له غره څخه د خاورو او ډبرو د ښويدلو له خطرونو څخه ځانونه وژغورل او هيڅ مرګژوبله نه ده رامنځته شوې. د بې دو سپوږمکۍ د غرونو، سيندونو او جهيلونو د بدلولو څارنه کولی شي، نو د احتمالي طبيعي مصيبتونو په هکله خلکو ته اخطار ورکول کيږي او په دې توګه به د خلکو ژوند له خطر څخه بچ شي.

برسيره پر دې د ۲۰۲۰ کال په پيل کې د کوويد-۱۹ وبا رامنځته شوې. په وو هان ښار کې د زياتو ناروغانو لپاره د هو شن شان او لې شن شان روغتونونه په لنډ وخت کې جوړ شوي چې په پيچلو ځايونو کې يې په دقيق ډول د روغتونونو د جوړولو ميعارونه د بې دو سپوږمکيو له لارې عملي شوي دي. د بې دو سپوږمکيو له لارې د بې پيلوټه الوتکو په وسيله د ويروس له منځه وړونکو توکو د کارولو، د طبي توکو د ليږدوونکو موټرو د څارنې او د ځيرکو روبيټونو له لارې د روغتونونو د قرنطين کولو سيمو ته د طبي توکو د ليږلو په ترڅ کې ټول کارول شوي دي.

د بې دو سيستم او د 5G تخنيک په شمول به د نويو تخنيکونو توليدي چارو ځنځير جوړ شي او د توليد او ژوند د لارو چارو د بدلون او د سوداګريز شکل د پر له پسې نوښت هڅونه به وشي تر څو لا زياتې اقتصادي او ټولنيزې ګټې ترلاسه شي.

چين د بې دو لومړی نمبر سيستم د ۲۰۰۰ کال په پای کې او د بې دو دويم نمبر سيستم يې د ۲۰۱۲ کال په پای کې جوړ کړ، او د اسيا او ارام سمندر سيمو ته، د بې دو درييم بنسټيز سيستم د ۲۰۱۸ کال په پای کې جوړ شوی چې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې پرتو هېوادونو ته يې خدمتونه برابر کړي دي. په ۲۰۲۰ کال کې د بې دو درييم نمبر سپوږمکيو نړيوال لارښونکی سيستم به ټولې نړۍ ته خدمتونه برا بر کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای