CRI Online

د چين ازادي بښونکی پوځ: د خپلو خلکو او نړيوالې سولې د ساتلو لپاره به خپلې هڅې دوامداره وساتي

cri     (GMT+08:00) 2020-08-01 20:33:03

د اګست لومړۍ نېټه د چين د ازادي بښونکي پوځ د جوړېدو له ۹۳ مې کليزې سره برابره ده. په دې وروستيو ورځو کې په چين کې پر خواله رسنيو د دغه پوځ د جوړېدو د کليزې په اړه د مبارکۍ ډير پيغامونه خپاره شوي، انټرنېټ کاروونکي داسې ارزيابي کوي، چې دغه پوځ په تېرو ۹۳ کلونو کې د خپل هېواد د خپلواکۍ، د خلکو د ازادۍ او د نوي چين د جوړېدو لپاره ستر خدمتونه ترسره کړي او د ملي حاکميت، امنيت او پرمختګ، همدا راز د نړيوالې سولې او ثبات لپاره يې هم مهم رول لوبولی دی.

د چين تر ټولو لوړ رهبر شي جين پينګ د ياد پوځ د جوړېدو د ۹۰مې کليزې په لمانځغونډه کې ويلي وو چې د دغه پوځ دنده خلکو ته د لوړيتوب ورکول، د خلکو کار، ژوند او ګټو ساتل او د هغوی لپاره د ښېګڼو لټول دي.

چينايان تل خپل پوځ د خپلو ملي ګټو د پياوړي ساتونکي په توګه ګڼي.

د روان کال په پيل کې کله چې کرونا وبا په لومړي ځل وو هان ښار کې رامنځته شوې، ازادي بښونکي پوځ په لومړي وخت کې وو هان ته خپله طبي ډله وليږله او په څه باندې دوو مياشتو کې يې ياد ښار ته ټولټال ۴۰۰۰ طبي کارکوونکي استولي. د هو شن شان په نوم زر بستريز روغتون چې په وو هان ښار کې د ناروغانو د درملنې په موخه په ۱۰ ورځو کې جوړ شوی او د جوړوېدو سرعت يې نړۍ حيرانه کړې، د همدغه پوځ تر ادارې لاندې و او مديريت يې له وبا سره پر مبارزې د خلکو باور زيات کړی دی.

په چين کې د کرونا وبا له کنټرولېدا وروسته په ډېرو ځايونو کې د سختو اورښتونو له امله سيلابونه رامنځته شوي، د ازادي بښونکی پوځ ډلګي يو ځل بيا د مصيبت پر وړاندې د مبارزې لومړۍ کرښو ته ستانه شول او د سيلاب ځپلو د ژغورلو او ورسره د مرستو لپاره يې ډېرې هڅې کړې دي.

واقعيتونه ښيي چې د چين ازادي بښونکی پوځ نه يوازې د خپل ملي حاکميت او د خلکو د سر او مال د ساتلو لپاره، بلکې د نړيوالې سولې په ساتلو کې يې هم خپله اغېزمنه ونډه ترسره کړې او کوي يې.

د نوي چين د جوړېدو له ۷۱ کلونو راپدې خوا دغه پوځ هېڅکله په کوم يو بل بهرني هېواد تېری نه دی کړی. دغه پوځ په تېرو ۳۰ کلونو کې د ملګرو ملتونو په سوله ساتونکو ماموريتونو کې ګډون کړی او تراوسه پورې يې دغو ماموريتونو ته څه باندې ۴۰۰۰۰ سرتېري استولي دي. برسيره پردې دغه پوځ د ۲۰۰۸کال له دسمبر څخه راپدېخوا عدن سمندرګي ته د سمندري تګ راتګ د امنيت لپاره د پوځي بېړيو ۳۵ ډلې ليږلې چې پدې سره يې په دغه سمندري سيمه کې د څه باندې ۶۰۰۰ بېړيو د تګ راتګ امنيت ډاډمن کړی دی.

اوسمهال په نړۍ کې بې ساری بدلونونه د رامنځته کېدو په حال کې دي، کرونا وبا د نړۍ پر جوړښت او نظام ډېرې اغېزې کړې، د لويو هېوادونو ترمنځ جيوستراتېژيک سيالۍ ورځ تر بلې د سختېدا په حال کې دي او د نړۍ پر وړاندې بې ثباتۍ هم مخ په زياتېدو دي. د چين ولسي ازادي بښونکی پوځ وايي، په راتلونکي کې به د خپل هېواد د ملي حاکميت، ملي امنيت، پرمختګ، د خلکو ګټو او نړيوالې سولې د ساتلو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره به لا زيات اغېزمن رول ترسره کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای