CRI Online

ټيک ټاک د امريکا ملي امنيت ته ګواښ رسوي؟ بې اساسه خبره ده!

cri     (GMT+08:00) 2020-08-03 16:00:00

په دې وروستيو ورځو کې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګنده کړه چې هغه به په دغه هېواد کې د ټيک ټاک د استفادې مخه ونيسي. د ده دغه عمل سمدلاسه د امريکا د ټولو برخو سخت عکس العمل سره مخ کړ او په دغه هېواد کې د ټيک ټاک برخليک معلوم نه دی.

د امريکا د والسټريټ ژورنال ورځپاڼې د خبر له مخې، له دې امله چې ټرمپ د يو امريکايي شرکت لخوا د ټيک ټاک ترلاسه کولو او په امريکا کې د ټيک ټاک شرکت له دوامدارو کارونو سره مخالفت څرګند کړ ، دا د مايکروسافټ او ټيک ټاک د اصلي شرکت بايټ بونس (Byte bounce) ترمنځ د استملاک خبرو اترو کې د خنډ لامل شوي. د ټرمپ يادې څرګندونې نوموړي دوه شرکتونه حيران کړل او دوه شرکتونه هڅه کوي چې د سپينې ماڼۍ دريځ معلوم کړي.

په امريکا کې د ټيک ټاک عمومي مشرې وانيسا پاپاس د اګست په لومړۍ نېټه په ټولنيزې رسنۍ کې د ويډيو پيغام د خپرولو له لارې د ټيک ټاک استعمالوونکو له ملاتړ څخه مننه څرګنده کړه او ويې ويل چې موږ به له ټيک ټاک څخه لاس وانه خلو.

د امريکا حکومت په پر له پسې توګه ټيک ټاک باندې فشار اچوي چې تش په نوم دا د امريکا ملي امنيت ته د ګواښ په شک ګڼل کېږي. ټرمپ حتی په امريکا کې د ټيک ټاک په بشپړ ډول د بندولو ګواښ کړی . د امريکا رسنيو خبر ورکړ چې داسې هېڅ شواهد شتون نه لري چې د لنډو ويډيو په اړه د يو اپ (APP) په توګه ، ټيک ټاک به د امريکا ملي ګټو ته زيان ورسوي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جولای په ۳۰مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل چې د چين حکومت تل له چيني تصديو څخه غوښتنه کوي چې له قوانينو سره سم د مقرراتو پر بنسټ بهرنۍ اقتصادي همکاري وکړي.

د امريکا هغه عمل چې پرته له کوم ثبوت چيني شرکت ته ګواښ کوي چې د تش په نامه د امريکا دوه مخۍ او د عدالت او آزادۍ ساتنه په ډاګه کړ، د WTO له اصولو څخه سرغړونه او امريکايانو او امريکايي تصديو ته زيانونه رسولي دي.

د ټيک ټاک د بندولو خبر تر خپرېدو وروسته ډېرو امريکايانو نا رضايتي او مخالفت څرګند کړ. ډېرو خلکو هيله څرګنده کړه چې ټيک ټاک کولی شي په امريکا کې پاتې شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای