CRI Online

د ننګرهار ولايت پر زندان بريد کې د وژل شوو شمېر ۳۷ ته ورسېد

cri     (GMT+08:00) 2020-08-04 15:39:59

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د ننګرهار د ولايت وياند عطاالله خوږياڼي د اګست په درېيمه نېټه وويل، چې د ننګرهار په ولايتي زندان کې د افغان امنيت پوځ او وسلوالو ترمنځ نښته پای ته رسېدلې ده چې له امله يې د ۸ بريدګرو په شمول ۳۷ تنه وژل شوي، نور ۵۰ تنه ټپيان شوي او ځيني بنديان تښتېدلي دي.

د اګست د دوهمې نېټې د مازديګر په شپږو نيمو بجو يوې ډلې وسله والو د ياد زندان پر وړاندې لومړی د موټر بم چاودنه وکړه چې له امله يې د زندان بيرونی ديوال ويجاړ شو او وسلوال زندان ته داخل شول، ورپسې يې له افغان امنيتي پوځيانو سره نښته وکړه. دغه نښته د بلې ورځې تر ۳ بجو او ۱۵ دقيقو پورې دوام وکړ.

د ننګرهار ولايت وياند عطاالله خوږياڼي د سينهوا اژانس له خبريال سره په تلېفوني مرکه کې وويل، د بريد د پېښېدو په بهير کې د دې زندان شاو خوا ۷۰۰ بنديانو د تښتې هڅې وکړې، خو زياتره يې د امنيتي پوځيانو له خوا نيول شوي، ځيني تښتېدلي دي. نوموړي د تښتېدلو شويو بنديانو شمېر په اړه څه ونه ويل.

افغان طالبانو له يادې پېښې سره اړيکې رد کړې. د ځايي خبري رسنيو د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې د دغه بريد پړه پر غاړه اخيستې ده.

(ياسمين)  

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای