CRI Online

د روان کال په دوهمه نيمايي کې د چين مهم کار د کورنيو اړتياوو ډېرول دي

cri     (GMT+08:00) 2020-08-04 16:54:33
د روان کال په دوهمه نيمايي کې د چين مهم کار د کورنيو اړتياوو ډېرول دي

د ۲۰۲۰ کال نيمه برخه تېره شوه. په روان کال کې چين او هم ګرده نړۍ د کوويد-۱۹ له امله له ډېرو ستونزو سره مخ دي. چين له دغه ويروس سره د مقابلې په عين وخت کې د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ د بياعادي کېدو لپاره هم ډېر کوښښونه کړي دي. د روان کال په دوهمه ربعه کې د چين د اقتصادي زياتوالي اندازه له منفي شمېرې څخه مثبت لوري ته پورته شوه، خو لا هم کوويد-۱۹ ويروس په ګردې نړۍ کې د ګړندي خپرېدو په حال کې دی او د چين په کور دننه او بهر حالات لا هم ناارام دي.

د چين اقتصادي وضعيت څنګ دی؟

څو ورځې مخکې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پینګ د سياسي بيورو د يوې غونډې مشري وکړه او د راتلونکي لپاره يې اقتصادي کارونه ترتيب کړل.

د ځينو اقتصادي کارپوهانو په اند، لا هم کوويد-۱۹ په ګردې نړۍ کې د ګړندي خپرېدو په حال کې دی، نو د چين پر اقتصاد به د دغه ويروس منفي اغېزې په لنډ وخت کې ختمې نه شي. د اقتصادي چارو په برخه کې پر دوو عمومي حالاتو بايد غور وشي:

لومړی د چين د ملت عمومي حالات او دوهم، په نړۍ کې ستر بدلون.

د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ د اقتصاد د څېړنيزې ادارې مشر هوانګ چون هوی وويل:

(( دوه عمومي حالات د منځنۍ او اوږدې مودې له موضوعاتو سره تړاو لري. د نوښتي چارو په برخه کې زموږ اوسنی توان بايد لا لوړ شي، د صنعتي چارو ځنځير او هم د تقاضا ځنځير مو له ځينو ستونزو سره مخ دی او بايد د نوښتي چارو له لارې حل شي. د چين اقتصادي جوړښت هم بايد د اوږدې مودې لپاره تنظيم شي. اوس د چين په کوردننه او بهر د اقتصادي پرمختګ پر وړاندې ننګونې او فشارونه موجود دي او دا به د اوږدې مودې لپاره موجود وي، موږ بايد دې ته ډېره پاملرنه ورکړو چې څنګه له دغه شان ننګونو او فشارونو سره مقابله وکړو. ))

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو په ياده غونډه کې دا تاييده شوه، چې بايد د چين دننه د اړتياوو زياتېدو تر څنګ نړيوال تجارت هم وهڅول شي.

د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ د اقتصاد د څېړنيزې ادارې مشر هوانګ چون هوی په دې اړه داسې وويل:

((دا د پرمختګ په برخه کې یو لوی ستراتيژيک بدلون دی، مخکې مو اقتصاد د صادراتو په عمده لوري روان و، اوس موږ بايد د کورنيو اړتياوو پراخولو ته ډېره پاملرنه وکړو او کوښښونه بايد وکړو. د صادراتو تر هڅونې د اقتصادي پرمختګ چارې وړتياوې لري، خو د تکنالوژۍ په شمول ځينې ستونزې پکې لا هم موجودې دي. ))

د کوويد-۱۹ د منفي اغېزو له امله د چين د اقتصادي جوړښت او نظام په برخو کې نيمګړتیاوې ښکاره شوي او په عين وخت کې د اصلاحاتو او نوښتي کارونو ضرورت هم ترې څرګند شوی دی. په ياده غونډه کې د روان کال په په دوهمه نيمايي کې د اقتصادي کارونو په اړه ترتيبات هم ونیول شول او پر دې پکې ټينګار شوی، چې د کورنيو اړتياوو د پراخولو کارونه بايد ښه ترسره شي.

د بېجينګ پوهنتون د دولتي پرمختګ د څېړنيزې ادارې مرستيال يو مياو جيې د کورنيو اړتياوو د پراخولو په هکله داسې وايي:

((د لنډې مودې لپاره خلکو ته د حکومت لخوا د مصرف ټکيټونو ويشل يوه د منلو وړ لاره ده، خو د اوږدې مودې لپاره بايد د مالياتو او لګښتونو د کمولو له لارې د وګړيو په لاسونو کې مصرف کېدونکې پيسې زياتې شي، نو هله به د چين په کور دننه مصرف په ثابته توګه زيات شي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای