د ۲۰۲۰ کال نيمه برخه تېره شوه. په روان کال کې چين او هم ګرده نړۍ د کوويد-۱۹ له امله له ډېرو ستونزو سره مخ دي. چين له دغه ويروس سره د مقابلې په عين وخت کې د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ د بياعادي کېدو لپاره هم ډېر کوښښونه کړي دي. د روان کال په دوهمه ربعه کې د چين د اقتصادي زياتوالي اندازه له منفي شمېرې څخه مثبت لوري ته پورته شوه، خو لا هم کوويد-۱۹ ويروس په ګردې نړۍ کې د ګړندي خپرېدو په حال کې دی او د چين په کور دننه او بهر حالات لا هم ناارام دي.
د چين اقتصادي وضعيت څنګ دی؟
د ځينو اقتصادي کارپوهانو په اند، لا هم کوويد-۱۹ په ګردې نړۍ کې د ګړندي خپرېدو په حال کې دی، نو د چين پر اقتصاد به د دغه ويروس منفي اغېزې په لنډ وخت کې ختمې نه شي.
د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ د اقتصاد د څېړنيزې ادارې مشر هوانګ چون هوی د چين دننه کې د اړتياوو زياتېدو په اړه داسې وويل:
((دا د پرمختګ په برخه کې یو لوی ستراتيژيک بدلون دی، مخکې مو اقتصاد د صادراتو په عمده لوري روان و، اوس موږ بايد د کورنيو اړتياوو پراخولو ته ډېره پاملرنه وکړو او کوښښونه بايد وکړو. صادراتي چارې وړتياوې لري، خو د تکنالوژۍ په شمول ځينې ستونزې پکې لا هم موجودې دي. ))
د څېړونکو په اند، پر ګردې نړۍ د کوويد-۱۹ منفي اغېزې به ښايي تر اوږدې مودې پورې دوام ولري او د چين صادرات له ډېرو ستونزو سره مخ دي. په دې حال کې د چين له خوا د داخلي مصارفو ډېرول يو ښه او مناسب انتخاب دی.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |