CRI Online

تبصره: په بې دليله توګه د ټيک ټاک بندول د امريکااصلي څېره رسوا کړې

cri     (GMT+08:00) 2020-08-04 22:01:01

امريکا پدې وروستيو کې هڅه کوي چې د ټيک ټاک په نوم د لنډو وېډيوګانو شريکولو اپليکېشن بند کړي او وجه يې د ملي امنيت ساتل بولي.

د امريکا ولسمشر ګواښ کړی چې د ټيک ټاک امريکايي څانګه بايد د سپتمبر له ۱۵ مې مخکې د دغه هېواد پر شرکتونو وپلورل شي، که نه په دغه هېواد کې به يې فعاليت بند کړی شي.

نوموړي همدارنګه زياته کړې چې ټيک ټاک د دغې معاملې لپاره بايد امريکا ته يوه لويه سلنه پيسې ورکړي.

د امريکا د ولسمشر دا څرګندونې د دغه هېواد په دننه او بهر کې پراخ غبرګونونه راپارولي.

په قانوني چارو کې د امريکا د عدلي وزارت پخوانی سلاکار جيني کيميلمان دې ته په اشارې سره ويلي چې د امريکا ولسمشر دغه خبرې قانوني بنسټ نه لري. ځينو تحليلګرانو ويلي چې دا د امريکايي سياستوالو او انترنيټي شرکتونو لخوا طرحه شوې سياسي دسيسه ده او له دې څخه د چين د پرمختګ د مخنيوي په اړه د دوی اصلي هدف او دوه مخي معيارونه په ډاګه شوي.

د سټېفورډ پوهنتون قانونپوه مارک ليملي سي ان ان ته ويلي چې هېڅ داسې شواهد نه شته چې ثابت کړي ، ټيک ټاک د امريکا ملي امنيت ته ګواښ پېښ کړی. په لويديځو هېوادونو کې عامه افکار هم پدې اند دي چې ملي امنيت ته ګواښ، يوازې د امريکا يوه پلمه ده او اصلي هدف يې د چين د عصري تکنالوژيکي تصديو د پرمختګ مخنيوی او آن د چين پر وړاندې د ټکنالوژيکي جګړې پارلول دي.

ټيک ټاک د بيټ ډانس په نوم پر يوه چيني شرکت پورې اړه لري او تراوسه يې په نړۍ کې کابو يو مليارډه کارونکي راجلب کړي. دغه اپليکېشن بازار ته له وړاندې کېدو راهيسې په په چين او له چين څخه بهر جلا فعاليتونه لري او د فعاليت چارې يې سره بېلې دي او د پرمختګ دا ستراتېژي يې د بهرنيو مشتريانو د اړتياوو د پوره کولو لپاره ده. د ټېک ټاک د مسوولانو د بيان له مخې، په امریکا کې د دغه اپليکېشن فعاليتونه د ياد هېواد د قوانينو تابع دي او د خپلو مشتريانوشمېرې او معلومات" ډېټا " ټول په امريکا کې زېرمه کیږي او کاپي يې په سينګاپور کې ده. فوربيس مجلې د اګست په درېيمه په خپل رپوټ کې ليکلي چې د امریکا هغه ادعا چې وايي ټيک ټاک د مشتريانو ډېټا او معلومات د چين له حکومت سره شريک کړي،خو دغه ادعا تثبيت شوې نه ده، ټولې خواله رسنۍ ګڼې ډېټاوې او معلومات راټولوي، د ټيک ټاک لخوا راټول شوي معلومات او ډېټا تر نورو امريکايي خواله رسنيو ډېره نه ده.

ټيک ټاک په لنډ وخت کې ګڼ مشتريان راجلب کړي او چټک پرمختګ يې د ټولنيزو رسنيو په برخه کې د امريکايي شرکتونو انحصار مات کړی چې دې کار امريکايي سياستوال اندېښمن کړي.

په ټيک ټاک کې ۹ مشهورو فعالينو د امريکا مشرانو ته په يوه ګډ پيغام کې ليکلي چې په ټيک ټاک کې خپرې شوې وېډيوګانې له خوشحاليو څخه ډکې دي، د ټيک ټاک په پرتله په ټوېټر کې انعکاس شوې جعلي نړۍ هيڅ اهميت نه لري، نو د ټيک ټاک بندول سخت مزخرف عمل دی.

په حقيقت کې امريکايي سياستوالو پدې وروستيو کلونو کې څو څو ځلې په مزخرفو لارو چارو د چيني تصديو د پرمختګ مخه نيولې ده.

دوی له بازاري اقتصاد او مساوي سيالۍ نومونو څخه يوازې د وسيلې په توګه استفاده کوي. خو آيا د دوی دا کړنې د امريکا له ګټو سره سمون لري؟ د بېلګې په توګه ټيک ټاک په امريکا کې کابو ۱۵۰۰ کارکوونکي ګمارلي او پلان لري چې په راتلونکو درېيو کلونو کې ۱۰۰۰۰ نور کارکوونکي وګماري. که څه هم امريکايي سياستوالو خلکو ته ډاډ ورکړی چې په ټول توان به د هېواد اقتصادي وده بيا سمسوره کړي، خو د چين د پرمختګ د مخنيوي لپاره يې عقل بېخي له لاسه ورکړی. ټيک ټاک د امريکايي ځوانانو لپاره ډېر جالب دی، نو بندول يې ښايي د امريکا له حکومت څخه د خلکو ملاتړ کم کړي.

د بيټ ډانس مشر جانګ يي مينګ وايي، د ده شرکت تل غواړي چې تصدۍ يې نړيواله شي او د نړيوال کېدو په بهير کې به له ډول ډول ستونزو سره سره بيا هم خپل ګامونه بند نه کړي. له بده مرغه د دغه شرکت اپليکېشن د امريکايي سياستوالو لخوا له چين سره سيالۍ کې قرباني شو، پوښتنه دا ده چې آيا په راتلونکې کې به کومه تصدي د امريکا بازارونو ته د ننوتلو جرئت وکړي؟

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای