CRI Online

د جرمني کارپوه: اروپايي هېوادونه يووالي ته اړتيا لري او امريکا نشي کولی چې پر حاکميت يې تېری وکړي

cri     (GMT+08:00) 2020-08-06 11:19:05
امريکا د ناټو ملګری او د جرمني اوږد مهاله او عمده سوداګريز همکار دی،خو وروسته له هغه چې ټرمپ واک ته ورسېد ، په وار وار يې د جرمني د مشرانو په هکله ناوړه خبرې وکړې او له دې امله د دواړو هېوادونو ترمنځ دوامداره اختلافونه رامنځته شوي دي.د جرمني صدراعظمې انګيلا ميرکل په ډاګه وويل چې هغه وخت تېر شوی چې جرمني او امريکا پر يو بل باندې بشپړ باور درلود او اوس دوی بايد په بنسټيز ډول پر خپلو اړيکو بيا له سره غور وکړي. له دې څخه څرګندېږي چې د جرمني او امريکا ترمنځ لانجه خلاصه شوې او د دواړو هېوادونو اړيکې نوې مرحلې ته ننوتلې دي. ولې د جرمني او امريکا تر منځ اړيکې خرابې شوي؟ جرمني څنګه کولی شي د اروپايي ټولنې د نوبتي رئيسه هېواد په توګه د امريکا په اړه پاليسي تنظيم کړي؟

د جرمني د مونچن پوهنتون د امريکا مسئلې د څېړنيز انسټيټيوټ پروفيسر ميچيل هوچګيسچوندر وايي چې په تاريخي لحاظه د جرمني او امريکا نژدې همکاريزې اړيکې تر دوهمې نړيوالې جګړې وروسته پيل شوې دي . هغه مهال د اروپا او امريکا په استازيتوب لوېديځ کمپ له شوروي اتحاد سره د مبارزې په مقصد متحد شوی و. که څه هم شوروي اتحاد د تېرې پيړۍ د ۹۰مې کليزې په پيل کې منحل شو ، خو د جرمني په شمول اروپايي هېوادونه او امريکا لاهم ډېرې ګډې ګټې لري ، نو د دوی دغه اتحاد ساتل کېدای شي او دواړه خواوې په دوامداره توګه د نړۍ له نوي وضعيت سره سم خپلې اړيکې تعديل کولی شي.د پروفيسر ميچيل په اند ، د شوروي اتحاد له ګډ "دښمن" پرته ، د اروپا او امريکا ترمنځ اتحاد مهم بنسټ له لاسه ورکړی وي.

اروپايي هېوادونه بايد داخلي يووالی پياوړی کړي ، خپلمنځي همکارۍ دې ژورې او داسې دفاعي ځواک دې رامنځته کړي چې پر نورو تکيه ونه لري او رېښتينی خپلواک حاکميت ولري. د ټرمپ هغه خبر سم دی چې ويلي يې وو ،جرمني بايد نور مسؤليت پر غاړه واخلي. په حقيقت کې ، که امريکا داسې ونه وايي ، موږ بايد داسې وکړو ، ځکه چې د اروپا دفاعي جوړښت بايد خپله ترلاسه کړو. دا په دې مانا ده چې بېلا بېل اروپايي هېوادونه بايد د اروپا د يووالي پروسه ګړندۍ کړي.

د پروفيسر ميچيل په اند، د دوهمې نړيوالې جګړې له پای راهيسې ، د نړۍ جوړښت په بې ساري ډول بدل شوی او ژور بدلون پکې راغلی دی.د هېوادونو ترمنځ سيالي ډېره متنوع شوې او متقابلې اړيکې يې ورځ تر بلې پيچلې کېږي.

د چين ، هند او برازيل په ګډون پرمختيايي هېوادونو په نړيواله ټولنه کې ډېر مهم رول لوبولی دی ، پداسې حال کې چې امريکا په نړۍ کې خپل غالب مقام له لاسه ورکوي. اروپا بايد د نړۍ په دې نوي بدلون کې خپل ځای ومومي. که څه هم ډېر وختونه ويل کېږي چې اروپا او امريکا ورته فرهنګي دودونه لري ، خو په حقيقت کې دواړه خواوې د آزادۍ او ديموکراسۍ د ارزښتونو په تعريف کې ډېر توپيرونه لري.

پروفيسر ميچيل وويل چې د نړيوالو تړونونو ساتل ، نړيوالو سازمانونو کې اصلاحات راوستل او د اروپا او امريکا اړيکو او نړيوالې ګډې پراختيا ته په متوازن او معقول لوري وده ورکول ، خبرو اترو ته اړتيا لري.

اروپا د خبرو اترو د امکاناتو لټولو په لټه کې ده ، خو دا هغه څه دي چې ټرمپ يې نه مني او نه يې زغملی شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای