CRI Online

پر چين باندې د امريکايي سياستوالو تورونه هېڅ بازار نه لري

cri     (GMT+08:00) 2020-08-06 20:30:53

د لنسټ مجلې عمومي اديټر ريچارد هوتن د اګيست په څلورمه نېټه د بريټانيا په ګارډين ورځپاڼه کې ليکلي چې دوی غواړي چې د کوويد ۱۹ د وبا پړه د چين پر غاړه واچوي چې موخه يې د تاريخ بدلول او په دې مبارزه کې د خپلې ناکامۍ پټول دي. د امريکا د حکومت تر مشرۍ لاندې پر چين باندې د لويديځو هېوادونو تورونه ډېر شوي چې له حقيقت سره سمون نه لري. د چين ساينس پوهانو له کوويد ۱۹ سره په مبازره کې د ليدو وړ خدمتونه کړي دي.

د هوتن له ارزونې څخه هغه حقيقت ښکاري چې پر چين د امريکايي سياستوالو تورونه هېڅ بازار نه لري. خو په امريکا کې د دې ويروس وبا د سختوالي او د ولسمشرۍ ټاکنو د فشارونو پر وړاندې امريکايي سياستوال پر چين له تور لګولو پرته نورې لارې چارې نه لري. نو په دې وروستيو ورځو کې دوی په بېلا بېلو ځايونو کې د کوويد ۱۹ ويروس د چين ويروس په نوم ياد کړی، خو د امريکا خبري رسني هم دغه څرګندونې نه مني. په وروستيو کې د سپينۍ ماڼې د سوداګرۍ سلاکار ناوارو د دې هېواد له سي ان ان تلويزيون سره د مرکې په ترڅ کې بيا دغه ناسمې څرګندونې وکړې. خو خبريال برمن ور ته ويلي چې زمونږ په پروګرام کې دغه خبره مه کوئ!

د کوويد ۱۹ ويروس له پيدا کېدو راهيسې په نړۍ کې د بېلا بېلو هېوادونو ساينس پوهانو په پر له پسې توګه د خپلو څيړنيزو نتيجو له لارې ثابت کړی چې د کوويد ۱۹ ويروس د چين له لابوراتوار څخه سرچينه اخيستې چې دا بې بنسټه ده. له لازياتو څيړنيزو نتيجو څخه ښکاري چې د کوويد ۱۹ ويروس مخکې له مخکې موجود و.

د بېلګې په توګه د هاسپانيا څېړونکو د تېر کال د مارچ د فاظلابو په نمونو کې د کوويد ۱۹ ويروس پيدا کړی دی. د روغتيا نړيوال سازمان د بېړنيو پروګرامونو مسئول مايکل ريان په وروستيو ورځو کې وويل چې وو هان ښايي د کوويد ۱۹ ويروس د خپرېدو لومړی ځای نه وي. د امريکا د خوړو او درملو د څارنې ادارې د يوې تازه څېړنې له مخې په وو هان ښار کې د کوويد ۱۹ ويروس له پيدا کېدو نه مخکې دغه ويروس ښايي له انسانانو سره عادی شوی وای.سربېره پردې د امريکا د ناروغيو د کنټرول مرکز مسؤل روبيرټ ريدفيلد د جولای په پای کې د امريکا د اې بي سي له راډيويي شرکت سره د مرکې په ترڅ کې په لومړي ځل داسې وويل چې د کوويد ۱۹ ويروس له اروپا څخه امريکا ته خپورشوی و چې دا په امريکا کې د دې ويروس د وبا چټکتیا سبب دی.

دا څرګنده ده چې د دې ويروس سرچينه له چين سره تړاو نه لري. د امريکا سياستوالو پر حقيقت او ساينسي پوهې سترګې پټې کړې چې ور څخه د سياسي ګټو د لټولو لپاره د دوی تنګي نظره او په دې برخه کې د دوی ناسمه ستراتيژي ښکاري. دوی حتی غواړي چې د نوې سړې جګړې د پيل لپاره پلمه جوړه کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای