د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان د ناورينونو ادارې د اګست د نهمې نېټې په شپه د يو راپور په خپرولو سره وويل، چې په تېرو دريو ورځو کې د دغه هېواد په زياتو سيمو کې سخت بارانونه اورېدلي او د رامنځته شويو سيلاونو له امله تر ۶۰ زيات کسان مړه شوي او ګڼ شمېر ټپيان شوي دي.
په ياد راپور کې راغلي چې د مسلسلو سختو بارانونو له امله په خيبر پښتونخوا ايالت کې ۲۰ تنه، په سند ايالت کې ۱۲ تنه، په پنجاب او بلوچستان ايالتونو کې ۸ تنه او د ګلګت بلتستان کې ۱۰ تنه مړه شوي. په مړو شويو کسانو کې ۱۹ ماشومان او ۹ ښځې شامل دي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |