CRI Online

د ترانسپورتي چارو د پرمختګ له امله د ځانګ قوم وګړي شتمن شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2020-08-13 14:41:59

چينايان تل داسي وايي چې که غواړئ شتمن شئ، بايد لاره او سړک جوړ شي.له دې څخه ښکاري چې ترانسپورت د اقتصادي پرمختګ لپاره ډېراهميت لري. د چين حکومت د ديارلسم پنځه کلن پلان د پلي کولو په موده کې په شي ځانګ سيمه کې د ترانسپورتي پرمختګ لپاره لازياته پانګه کړې چې له امله يې د ځانګ قومي وګړي له بې وزلۍ څخه وتلي او شتمن شوي دي

لو يي دا چې اوس د چين د ترانسپورت وزارت د سمندري ژغورنې په مرکز کې کار کوي، د ۲۰۱۷ کال له سپتمبر څخه د ۲۰۱۹ کال تر سپمتبر پورې د سه چوان ولايت د عا با ايالت د هۍ شوي ولسوالۍ د لو هوا علاقه دارۍ په ژه لا کلي کې د ګوندي کميټې د منشي په توګه دنده درلوده چې د ده د هڅو او کوښښونو له امله په دې کلي کې شپږ اعشاريه نهه کيلو متره نوی سړک جوړ شوی دی. هغه وويل، د ترانسپورتي پرمختګ له امله د کليوالو مزدورانو لپاره فرصتونه زيات شوي او ډېر يې غواړي چې د مزدورۍ لپاره ولسواليو او ښارونو ته لاړ شي.دوهم د دغو کليوالو لپاره سوداګريز فرصتونه ډېر شوي، ځکه ځايي ترانسپورتي چارو پرمختګ موندلی، دا يو اسان کار دی چې د څارويو د روزلو تخنيکونه، د کرنې ماشينري، د څارويو خواړه او نور توکي له پرمختللو کرنيزو توليدي سيمو څخه دلته ليږدول شوي چې په پايله کې يې د چرګانو او مچيو د روزلو چارو پرمختيا موندلې ده.

د لو يي دا په اند د ژه لا کلي په ترانسپورتي چارو کې ډېر نوی بدلونونه راغلي دي، خو دا لامهمه ده چې د ترانسپورتي بنسټيزو تأسيساتو د ښه والي له امله د کليوالو ژوند او حيالونه هم بدل شوي دي. هغه وويل، د کليوالو ترمنځ د نظريو تبادلې ډېرې شوې دي. له نورو ځايونو څخه راغلو دوستانو او سيلانيانو هم له کليوالو سره د نظريو تبادلې کړې او همکارۍ يې زياتې کړې چې له امله يې فکرونه او خيالونه لا پرانيست شوي. په دې کلي کې ځوانان غواړي چې له خپل کور څخه بيرون ته لاړ شي او نور ځايونه له نژدې وګوري.د دې ترڅنګ ډېرو محصلينو هم وغوښتل چې تر فراغت وروسته به له کليوالو سره په بېلا بېلو چارو کې برخه واخلي او د شتمنېدو لپاره هڅه وکړي.

د سه چوان ولايت د ګان ځه د ځانګ قوم د کورواکې ايالت د سه دا ولسوالۍ ناسم جغرافيايي شرايط چې د سمندر له سطحې څخه منځني جګوالی يې څلور زره يو سل اووه وېشت متره دی، د يادې ولسوالۍ د د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ پر وړاندې خنډ جوړ کړی. د ۲۰۱۵ کال په پای کې په دې ولسوالۍ کې هېڅ ګړندي سړک،عامه بسونه او د کليوالو په اړه د بسونو شتون نه درلود، خو تر څلورو کلونو وروسته د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره د پلان د غوره کېدو په رڼا اوس په ياده ولسوالۍ کې د سړکونو اوږدوالی دوه زره دوه سوه شپېته کيلو مترو ته رسيدلی او د ۱۷ علاقه داريو په ۱۳۴ اداري کليو کې پخه لاره جوړه شوې او پکې کليوال بسونه فعال شوي دي. د روان کال په فبروري کې د شه چوان ولايت د سه دا ولسوالي په رسمي توګه له بې وزلو ولسواليو څخه وتلې ده. د دې ولسوالۍ د ګوندي کميټې منشي ګوي جي جنګ وويل چې د ترانسپورتي پرمختګ له امله په دې ولسوالۍ کې لازياته پانګونه راجلب شوې ده. هغه وويل،زمونږ راجلب شوې پانګه په دوو برخو کې اچول شوې چې يوه يې د بې وزلۍ د له منځه وړلو په موخه چارې دي او بله يې د سيلانۍ پرمختګ دی. زمونږ د شمېرنې له مخې په ۲۰۱۶ کال کې زمونږ په ولسوالۍ کې يوازې څلور پنځوس هوټلونه موجود وو، خو د سيلانۍ پرمختګ له امله په ۲۰۱۹ کال کې دغه شمېر څه باندې يوسل پنځوسو ته رسيدلی دی. ځکه چې د ترانسپورتي چارو د پرمختګ او سړکونو د جوړېدو له امله زمونږ د خلکو ژوند لا ښه او شتمن شوی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای