CRI Online

د چين سفير وانګ يو او پخواني ولسمشر حامد کرزي سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2020-08-13 19:59:57

په افغانستان کې د چين لوی سفير وانګ يو د اګست په ۱۲ مه د دغه هېواد له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره وکتل او دواړو خواوو د مشورتي لويې جرګې او د سولې او روغې جوړې بهير په اړه د نظريو تبادلې وکړې. په دغه کتنه کې د چين د سفارت سياسي مستشار وانګ دا شوه، د سياسي څانګې مشر جانګ لي جون ، د افغانستان پخواني خارجه وزير ضرار احمد مقبل عثماني او د ولسمشر دفتر پخواني رئيس عبدالکريم خرم هم ګډون کړی و.

ښاغلي حامد کرزي په دغه کتنه کې وويل چې د افغان حکومت په بلنه جوړې شوې مشورتي لويې جرګې د هېواد د سولې او روغې جوړې بهير په اړه مهمه پرېکړه کړې او د دغه بهير لپاره يې کليدي ګام پورته کړی دی. د افغانستان بېلابېلې ټولنې د خپل هېواد په اړه د چين عادلانه دريځ او د افغانستان او سيمې د سولې او ثبات په ساتلو کې د چين هڅې ستايي، هيله ده چې چین په مداومه توګه په دې برخه کې مثبت رول ولوبوي او د بين الافغاني مذاکراتو او د سولې او روغې جوړې بهير په برخه کې زياتې مرستې او ملاتړ برابر کړي.

د چين لوی سفير وانګ يو په خپلو خبرو کې لومړی د افغانستان د مشورتي لویې جرګې د برياليتوب په اړه مبارکي وويله او د افغان سولې او روغې جوړې بهير په پرمخبيولو کې يې د ښاغلي حامد کرزي او بېلابېلو ټولنو هڅې وستايلې. نوموړي وويل چې چين د افغانانو تر مشرۍ او حاکميت لاندې د سولې او روغې جوړې بهير څخه ټينګ ملاتړ کوي، له اړوندو خواوو څخه هم ملاتړ کوي چې د خبرو اترو له لارې د افغانستان مسئلو د پوره حل لپاره زمينه برابره کړي. نوموړي همدرانګه زياته کړه چې چين د افغانستان د ګاونډي او دوست هېواد په توګه غواړي د افغان سولې او روغې جوړې بهير د ټينګ ملاتړ کوونکي، منځګړي او زمينه برابرونکي په توګه رغنده رول ولوبوي، څو د افغان سولې او ثبات دغه بهير پر سم لوري روان شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای