CRI Online

د ايتاليا د صفر ضايع کمپاين بنسټګر اندريا سيګري : د خوراکي توکو د ضايع کېدو د مخنيوی لپاره د چينايانو هڅې ډېرې ارزښت لري

cri     (GMT+08:00) 2020-08-17 14:29:04

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې رئيس، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئيس شي جين پينګ پدې وروستيو ورځو کې په خپل هېواد کې له خلکو څخه غوښتنه کړې چې خوراکي توکي بايد سپما کړي او له اصراف او ضايع کولو څخه دې ډډه وکړي. د ايتاليا د صفر ضايع کمپاين بنسټګر او د دغه هېواد د بلوګنا پوهنتون د نړيوالو زراعتي تګلارو پروفيسر اندريا سيګري د سي ام جي له خبريال سره د مرکې پر مهال وويل چې د خوراکي توکو د ضايع کېدو د مخنيوي لپاره د چينايانو هڅې ډېرې ارزښت لري او هغه په چين کې د خوراکي توکو د ضايع کېدو د مخنيوي له کمپاين سره ډېر موافق دی. نوموړي پدې اړه وويل:

(( زما په اند دا يو ډېر ښه خبر دی.چين په نړۍ کې يو مهم هېواد دی ، ځکه هغه نه يوازې په اقتصادي او کرهنيزه برخه کې مهم ځای لري، بلکې په نړۍ کې يې څرګندونې او کړنې هم اغېزه لري. د م م د خوړو او کرنې سازمان د روان کال د سپتمبر ۲۹ مه نېټه د خوړو د ضايع کېدو په اړه د پوهاوي د نړيوالې ورځې په توګه ټاکلې، چين اوس د خوراکي توکو د ضايع کېدو د مخنيوي لپاره هڅې پيل کړې او دا د د م م د ياد سازمان له غوښتنې سره سمون لري.))

ښاغلي سيګري د تېرې پېړۍ په نهمه لسيزه کې د خوړو د ضايع کېدو د مسئلې په اړه مطالعه پيل کړې، پدې اړه يې يو لړ سروې کړې او له خلکو څخه يې د پاتې خوړو د راټولو له لارې له بې وزلو کسانو سره د مرستې سيستم جوړ کړی دی. د سيګري ټيم د پلټنې له لارې دا پيدا کړې چې د خوړو د پروسيس او پيرو پلور له بهير څخه د خوړو د مصرف په بهير کې ډېره برخه ضايع شوي ، نو سيګري په ۲۰۱۰ کال کې په ايتاليا کې د صفر ضايع په نوم کمپاين پيل کړی او له لسو کلونو وروسته يې نن ډېره مثبته اغېزه رامنځته کړې ده. سيګري پدې اړه وويل:

((د روان کال د فبرورۍ په ۵ مه نېټه زموږ لخوا خپره شوې شمېرنه ښيي چې د ايتالويانو په کورنيو کې د خوړو د ضايع کېدو په اندازه کې په لومړي ځل کموالی راغلی او دغه کموالی ۲۵٪ ته رسېدلی دی. د کوويد -۱۹ وبا له رامنځته کېدو وروسته په کورونو کې د خلکو د قرنطين په موده کې د خوړو د ضايع کېدو اندازه لاپسې کمه شوې، ځکه خلک دې ته لامتوجه شوي چې خوراکي توکي څنګه په لاښه توګه وکارول شي. که د خوړو د ضايع کېدو اندازه په پرله پسې توګه کمه شي، نو دا به له تېرو ۲۰ کلونو راپدې خوا په ايتاليا کې د خواړو د ضايع کېدو د مخنيوي په برخه کې د عطف نقطه وي .))

د رسمي پلټنې نتيجه ښيي چې په دې وروستيو لسو کلونو کې ٪68 ايتالويان د خوړو ضايع کېدو مسلې ته متوجه دي او نږدې ٪50 کسانو د خوړو د سپماکولو لپاره رښتينې کړنې پيل کړې دي. ښاغلی سيرګي پوهاوی او اعلانونه د خوړو د ضايع کېدو د مخنيوي لپاره مهمې لارې چارې بولي ، نوموړي پدې اړه وويل:

(( موږ په پرله پسې توګه په ښوونځيو کې په تېره بيا په ابتدايي ښوونځيو کې د خوړو د ضايع کېدو د مخنيوي په اړه د پوهاوي پروژه پيل کړې، څو ماشومان او د دوی کورنۍ د خوړو په اصلي ارزښت پوه شي. موږ لومړی ماشومانو ته د خوړو د ضايع کېدو د منفي اغېزو په اړه معلومات ورکوو او له دوی څخه غوښتنه کوو چې ښه او سالم خواړه ونه غورځوي. برسيره پردې، دوی بايد پدې هم پوه شي چې خواړه نه يوازې د خلکو د روغتيا، بلکې د هېواد د اقتصادي ودې ، آن د نړيوال چاپيريال د ساتنې لپاره ډېر مهم دي. که دوی پدې ښه پوه شي، نو د ډوډۍ خوړولو په ترڅ کې به په شعوري ډول خواړه ضايع نه کړي.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای