CRI Online

د ژن مين بي د نړيوال کېدو له اعتدالي قدم څخه د چين باور څرګندېږي

cri     (GMT+08:00) 2020-08-17 15:17:10

د چين مرکزي بانک په دې وروستيو کې د ۲۰۲۰م کال د ژن مين بي يوانو د نړيوال کېدو راپور خپور کړ، چې له مخې يې پروسږ کال د چين او نورو هېوادونو تر منځ د ژن مين بي له لارې د حسابونو ارزښت له ضعيفو اقتصادي حالاتو سره سره په ګړندي او چټک ډول زيات شوی دی. د سږ کال په پيل کې، د کوويدـ۱۹ وبا خپرېدل پر نړيوالو معاملو، مالي چارو او اقتصاد ناوړې اغيزې کړي، خو د چين او نورو سيمو تر منځ د ژن مين بي يوانو له لارې د حسابونو ارزښت لا هم د زياتوالي په حال کې و. د ژن مين بي د نړيوال کېدو له اعتدالي قدم څخه څرګندېږي، چې نړيواله ټولنه د چين د اقتصاد پر اعتدالي پرمختګ باور لري.

د چين مرکزي بانک په دې راپور کې يو لړ شمېرې خپرې کړي : پروسږ کال د چين او نورو هېوادونو تر منځ د ژن مين بي له لارې د حسابونو عمومي ارزښت ۱۹ زره او ۶۷۰ ميليارډو يوانو ته رسېده چې دا د ۲۰۱۸م کال د همدې مودې په مقايسه ۲۴.۱ سلنه زيات شوی، او پخوانی ريکارډ يې مات کړی دی. له تازه شمېرې سره سم، په ياد کال کې د ژن مين بي له لارې د حسابونو عمومي ارزښت د نړۍ د عمده پيسو د حسابونو په ليست کې ۵م مقام نيولی و. د ۲۰۱۹م کال تر پای پورې، د چين او نورو سيمو تر منځ د ژن مين بي له لارې د مستقيمو پانګونو او سهامي پانګونو ارزښتونه په جلا جلا ډول د ۲۰۱۸م کال په پرتله ۴.۵ سلنه او ۴۹.۱ سلنه زيات شوي دي. تر اوسه پورې د نړۍ څه باندي ۷۰ نړيوالو بانکونو او حکومتونو ژن مين بي يوان د بهرنيو اسعارو د ذخيرو په توګه ساتلي دي.

د ژن مين بي د نړيوال کېدو بهير د نړۍ پاملرنه راجلبه کړې ده. د امريکا د ډيپلوماتيکو چارو د پوهانو ويبپاڼې په دې وروستيو کې د اندونيزيا د اسلامي پوهنتون د لوی استاد محمد ذولفقار رحمت يوه مقاله خپره کړه، چې عنوان يې دی، په اندونيزيا کې د ژن مين بي د نړيوال کېدو بهير. په دې مقاله کې ليکل شوي چې اوس د اندونيزيا کابو ۱۰سلنه نړيوالې معاملې د ژن مين بي له لارې حسابېږي، ښايي په راتلونکو څو کلونو کې په دغه هېواد کې ژن مين بي په لا زياتو برخو کې وکارول شي.

له پېشبينۍ سره سم، د چين او نورو هېوادونو تر منځ د ژن مين بي له لارې د حسابونو پاليسۍ د لا ښه والي په رڼا کې، لا زياتې بازاري ټولنې، په تيره بيا د چين ګاونډي هېوادونه او د يو کمربند او يوې لارې په باب هېوادونه به د ژن مين بي يوانو په کارولو سره معاملې وکړي. د دې تر څنګ، د چين د پولي بازار دوه اړخيز ورخلاصون به په پر له پسې ډول ژور شي، بهرني پانګوال به په لا اسانه توګه د ژن مين بي له لارې خپلې شتمني او جايداد وساتي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای