CRI Online

بريتانوي رسنۍ: بريتانيا دې، د چين په اړه د امريکا تګلارو په وړاندې محتاطه اوسي په امريکا پورې تړلی ارزانه هېواد دې نه ګرځي

cri     (GMT+08:00) 2020-08-18 15:21:25

د بريتانيا مارنينګ سټار (Morning Star) ورځپاڼې په يوه تازه ليکنه کې راغلي دي چې د دغه هېواد مشهور فلمي پروډيوسر جون پيلګر په مرکه کې ويلي بريتانيا بايد د چين په اړه د امريکا تګلارو په وړاندې ډيره محتاطه اوسي په امريکا پورې تړلی ارزانه هېواد په توګه بايد ترې استفاده ونه شي.

نوموړی په دې نظر دی چې امريکا همېشه د چين لپاره د مزاحمتونو پيدا کولو په هڅه کې ده او لامل يې دا دی چې امريکا غواړي په نړۍ کې د لومړني لوی هېواد په توګه خپل ځای ټینګ وساتي. امريکايي سياستوال او کارپوهان کله کله پر چين انتقادونه کوي چې د غربي نړۍ غوره والی او واک ګواښي. دوی د امريکايي حکومت په ملاتړ د چين بدنامۍ لپاره ډيرې هڅې کړې دي. موږ بايد د چين د جيوپوليتيک په اړه د رسنيو خبرونه جدي ونه ګڼو، ځکه دوی چين ته له بدو ويلو پرته بل څه نه وايي. بريتانيا بايد ددې ټکي په اړه ډيره محتاطه اوسي او د چين د مخنيوي په برخه کې دې د امريکا پر ارزانه تړلي هېواد نه بدليږي.

د پاريس د لندن سياسي او اقتصادي پوهنځی په دې اند دی چې له پاريس تړون، د ايران له ذروي تړون او داسې نورو څو اړخيزو نړيوالو تړونونو څخه د امريکا وتنه دا ښيي چې د ډونالډ ټرمپ حکومت نړيوالو همکاريو ته د دښمنۍ او بې باورۍ په سترګه ګوري، اوس هغه پر چين خپل بريدونه کړندي کړي د دې لامل هم داسې دی او دېته ورته دی.

د جاپان د يوميوري ورځپاڼې لخوا د اګست په ۱۵مه نېټه خپره شوې مقاله کې دې ته اشاره شوې چې امریکا غواړي د جنوبي سمندرګي په برخه کې د چين مخنيوی وکړي او د ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې يعنې د اسيان غړي هېوادونه يې هڅولي چې په ګډه سره د چين پر وړاندې ودريږي. خو دغه هېوادونه په دې باور دي چې د اوس مهال لپاره لومړی مهم کار له چين سره د اړيکو خرابول نه، بلکې د کورونا وبا له امله ځپل شوي اقتصادونو ته وده ورکول او د ټولنيزو فعاليتونو اعاده او بيا پيلول دي.

د امریکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو په دې وروستيو کلونو کې په وار سره د اسيان د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو له وزيرانو سره تليفوني خبرې کړې دي د دوی د قانع کولو لپاره يې هڅې کړې تر څو د جنوبي سمندرګي په مسئله کې د امريکا تر څنګ ودريږي.

خو د اسيان د رئيسه هېواد ويتنام ملي تلويزيون خبر ورکړ چې د امريکا او د دغه هېواد د خارجه وزيرانو ترمنځ د خبرو موضوع د کورونا وبا پر وړاندې د مبارزې څرنګوالی دی. په دې خبر کې زياته شوې چې که څه هم امريکا پر چين خپل لفظي بريدونه ګړندي کړي، خو فليپين، ويتنام او داسې نورو هېوادونه د چين په اړه خپل دريځ لا هم بې طرفه ښيي.

د مارنينګ سټار ورځپاڼې په مقاله کې دېته اشاره شوې چې د امريکا د ډيپلوماتيکو تګلارو بنسټيز دريځ د خپلې بادارۍ د ساتلو او د نړيوالو اړيکو د هغه سيستم د ټينګښت لپاره دی چې د خپلو اقتصادي، ډيپلوماتيکو، کلتوري او پوځي چارو په ګټه دي. په افغانستان، عراق، ليبيا، سوريه، ايران، کيوبا، وينزويلا او داسې نورو هېوادونو کې د امريکا لخوا پيل شوې جګړې، پر دغو هېوادونو د امريکا بنديزونه او د ثبات خرابوونکي عملونه يې د دغه هېواد د ډيپلوماتيکو تګلارو د همدغه دريځ ښودنه کوي.

چين تل نړيوالې همکارۍ او سالمې نړيوالې سيالۍ هڅوي او له جګړې سره مخالفت کوي.

د بريتانيا د سنټرل لانکاشير (University of Central Lancashire) پوهنتون استاذې جني کلرک وايي، د امريکا او چين ترمنځ اړيکې د نړيوالو معادلو د ټاکلو لپاره تر ټولو مهمې دوه اړخيزې اړيکې دي. پر چين د امريکا اوږد مهاله بريدونه ښايي په راتلونکو څو کلونو کې پر نړيوالو چارو اغېزه ولري. د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو ترمنځ له پوهاوي او د نظريو له تبادلو پرته د نړيوالو همکاريو بنسټ نه شي ټينګېدای.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای