CRI Online

د چین ولسي جمهوریت د دولت رئیس شي جین پینګ د افغانستان اسلامي جمهوریت ولسمشر محمد اشرف غني ته د دغه هېواد د خپلواکۍ ورځې په مناسبت د مبارکۍ پیغام واستاوه

cri     (GMT+08:00) 2020-08-18 18:46:01

د چین د دولت رئیس شي جین پینګ د اګست په ۱۸مه نېټه د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته د دغه هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو د ۱۰۱مې کلیزې په مناسبت د مبارکۍ پیغام واستاوه.

رئیس شي جین پینګ په دغه پیغام کې دې ته اشاره کړې ده، اوس مهال د افغانستان د سولې بهير له تاريخي فرصت سره مخامخ دی. باور لرو چې بېلا بېل افغان قومونه ستاسو تر مشرۍ لاندې خامخا ستونزې او ننګونې ليرې کړي او ژر تر ژره په خپل هېواد کې سوله، ثبات، پرمختګ او سمسورتيا رامنځته کړي. چین او افغانستان د سیاسي اړیکو د ټینګښت له ۶۵ کلونو راهیسې همیشه یو بل ته متقابل درناوی، پوهاوی لري او يو له بل څخه ملاتړ کوي. د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستي او متقابل باور د کرونا وبا پرضد د ګډې مبارزې په ترڅ کې بيا ټينګ شوی دی. زه د چین او افغانستان ترمنځ اړیکو ته په درنه سترګه ګورم او غواړم له تاسو سره یو ځای د دواړو هېوادونو د ستراتیژیکو همکاریو دوستانه اړیکو ته وده ورکړم ترڅو د دواړو خواوو خلکو ته لازیاتې ګټې ورسېږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای