CRI Online

د نژاد پرستۍ پارول يوازې امريکايانو ته زيانونه رسوي.

cri     (GMT+08:00) 2020-08-18 21:33:42

د امريکا ولسمشر له دې وروستيو راهيسې څو څو ځله د کوويد ۱۹ په اړه د خبرې ويلو په مهال کې د چيني وبا يا چيني ويروس په شمول د نژاد پرستۍ کليمې کارولې چې د دغه هېواد په دننه او بهر کې د قوي غبرګونونو د رامنځته کېدو سبب شوی دی. د امريکا د سي ان ان ويبپانې د يوې ليکنې په خپرولو سره د دې غندنه وکړه او و يې ويل چې د روانې وبا نوم ډېر وړاندې ټاکل شوی او د چين ويروس نه دی. د امريکا يو نامتو ليکوال جارج پېکر دې ته اشاره وکړه چې د امريکا ولسمشر اوسني بحران ته کټ مټ له شخصي او سياسي لحاظه ګوري.

په حقيقت کې د امريکا ځينو سياستوالو د کرونا وبا د خپرېدو څپې له رامنځته کېدو راهيسې پر علمي معلوماتو خپلې سترګې پټې کړې او په دې پلمه يې په سياسي تبليغاتو لاس پورې کړ. دوی د خپلې وظيفې د پرېښودلو په موخه په بد نيت سره د کرونا ويروس له چين سره تړلی او نژادي دښمني يې پارولې ده. دوی په ولسمشريزو ټاکنو کې د بريا موندلو لپاره ډېر وختي اقتصادي چارې اعاده کړې او د ښوونځيو دروازې يې بيا خلاصې کړې چې دا اقدام د دغه هېواد په زياتو ايالتونو کې د کوويد ۱۹ د بيا خپرېدو سبب شوی دی. حتی يې ور څخه د ګټې اخيستنې په خاطر په عمدي توګه ايديالوژيکي مقاوت تحريک کړ.

عالمان وايي ساري ناروغي سرحدات نه پېژني او د مختلفو هېوادونو او نژادونو په منځ کې خپرېږي چې د انسانانو ګډ دښمن دی. دروغ ويل ممکن ځينو سياستوالو ته ګټې ورسوي، خو د وبا مخنيوی او کنټرول نشي کېدای، بلکې د دغه هېواد په دننه کې نژادي تضادونه له دې امله سخت شوي دي.

د خبر له مخې، د امريکا د ويرجينيا ايالت د استازيو جرګې يو استازي نيکولاس فرېتاس چې اوس په ملي کانګرس کې د غړيتوب کمپاين کوي، څو ورځې دمخه په څرګنده توګه د کمپاين په يوه ويبپاڼه کې د ځانګړو ماسکونو په خرڅلاو پيل کړې چې ورباندې "ناول کرونا ويروس، د چين لخوا توليدېږي" ليکل کېږي. د امريکا زياتو ملکي سازمانونو او عامو افکارو پر دغه عمل زياتې نيوکې وکړې. د يوې شمېرنې له مخې، ۲۳ زره اسيا الاصلو امريکايانو څرګنده کړې چې دوی ته د نژادي سپکاوی شوی و. د امريکا لوی عالم ويلايم هاسيلتين د يوې مرکې په ترڅ کې له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې له چين سره خپله مقابله بنده کړي او له چينايانو څخه د نوي کرونا ويروس د مخنيوي تجربې زده کړي.

له بحران سره د مقابلې لپاره د حکومت اداري مفکوره تر ټولو مهمه ده. د امريکا د نيوز ويک مجلې داسې څرګنده کړه چې د کوويد ۱۹ مخنيوي او کنټرول ته د سياسي رنګ د ورکولو له امله امريکا د روانې وبا په تر ټولو لوی او سخت مرکز بدلېږي. خو تر ټولو سخت وخت لا تر اوسه نه دی رسېدلی. د امريکا د ساري ناروغيو د کنټرولوونکي مرکز مشر روبرټ رېدفيلد څو ورځې وړاندې رسنيو ته ويلي چې که امريکايان بيا هم ماسکونه و نه تړي او له نورو سره فيزيکي واټنونه وساتي، نو ښايي په راتلونکي مني کې انفلونزا او کرونا ويرس سره يو ځای راشي او دغه منی ممکن د امريکا په تاريخ کې تر ټولو سخت او ګران منی وګرځي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای