CRI Online

چيني ډاکترانو او طبي کارکوونکو له کوويد ۱۹ سره په مبارزه کې له ځينو هېوادونو سره مرستې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2020-08-19 14:59:23

د اګست ۱۹مه نېټه په چين کې د ډاکترانو له ورځې سره برابره ده چې سږنۍعمده موضوع يې د کوويد ۱۹ پر وړاندې د مبارزې د روحيې هڅول او د خلکو د خونديتوب او روغتيا ساتل دي.د چين ډاکترانو او طبي کارکوونکو په ياده مبارزه کې نه يوازې د چينايانو د روغتيا د ساتلو لپاره ډېرې هڅې کړي بلکې د انسانانو ګډ برخليک د ټولنې د افکارو او د بشردوستۍ د نړيوالې روحيې په لرلو سره يې اړمنو هېوادونو ته طبي ډلې ليږلې او د کوويد۱۹ د مخنيوي او کنټرول لپاره يې له ځينو هېوادونو سره مرستې او اوږه په اوږه يې ور سره ګډه مبارزه کړې ده.

د يوې شمېرنې له مخې د کوويد ۱۹ له وبا راهيسې د چين حکومت له مختلفو هېوادونو او لسګونو نړيوالو او سيمه ييزو سازمانونو سره د دې ويروس د مخنيوي او کنټرول او د ناروغانو د درملنې لايحې شريکې کړي او د ايټاليا، سيربيا او کمبوديا په شمول ځينو هېوادونو ته يې لسګونه طبي ډلې ليږلې دي.

د چين طبي ډلې د اپريل په پيل کې د فليپين د حکومت په بلنه د دې هېواد له ځينو روغتونونو او د ويروسونو له وقايوي ارګانونو څخه ليدنه وکړه او له ځايي طبي کارپوهانو او په دې هېواد کې له چيني اوسېدونکو سره يې په ويډيويي غونډه کې د دې ويروس د مخنيوي او کنټرول او د ناروغانو د درملنې په باب تجربې شريکې او اړوند وړانديزونه يې وکړل. له فليپين سره د چين د مرستندويه طبي ډلې مشر ونګ شان ګنګ وويل چې له فليپيني ډاکترانو او طبي کارکوونکو سره مو د نظريو تبادلې فعالې او اغيزمنې وې. هغه وويل، دوی زمونږ له وړانديزونو سره علاقه لري او حتی زمونږ د طبي کارپوهانو تر ويناوو وروسته يې هم را سره د نظريو تبادلې ته ادامه ور کړه.

په ايټاليا کې ډېرو ايټالويانو هم له دې هېواد سره د چين د مرستندويه طبي ډلو مرستې او کارونه وستايل. له ايټاليا سره د چين د لومړۍ ډلې د مرستندويه طبي ډلې مشر او د سه چوان پوهنتون د هوا شي روغتون د تنفوسي او سختو ناروغيو د څانګې مشر ليانګ جونګ ان وويل،په ايټاليا کې ډېرو ايټالويانو په چکچکو سره دې هېواد ته د چين د طبي ډلې تګ هر کلی وکړ او حتې يوې ايټالوۍ نجلۍ زمونږ د طبي کارکوونکو لپاره انځور جوړ کړی چې دا د خوشحالۍ وړ ده.

د سيربيا د ملي دفاع وزارت د چين د مرستندويه طبي ډلې د ښو خدمتونو او هڅو د ستايلو لپاره هغوی ته د طلا افتخاري ميډال يا نښان ورکړی. د دې ډلې مشر پنګ جي چيانګ وويل، سيربيا د دې نښان د ور کولو له لارې له يوې خوا زمونږ کارونه وستايل او له بلې خوا يې له چين سره ټينګه دوستي څرګنده کړه. ځکه چې د دې هېواد مشرانو راباندې پوره بارو کړی و، نو د دې هېواد له اړوندو سيمو څخه مو ليدنه وکړه او په صادقانه توګه مو د کوويد ۱۹ د مخنيوي او کنټرول، د ناروغانو د درملنې او د رواني ناروغيو د علاج لپاره خپل وړانديزونه وکړل.

د چين د ډاکترانو او طبي کارکوونکو د مرستو په هکله د بنګلاديش د بهرنيو چارو وزير مومن وويل چې د يوې ښکلې نړۍ ابادول د مختلفو هېوادونو ترمنځ همکارۍ ته اړتيا لري.هغه وويل، په صادقانه توګه زمونږ هېواد ته ستاسو د راتګ هر کلی کوم. دا ټولو ته معلومه ده چې هېڅ يو هېواد د دې ويروس پر وړاندې په يوازې ځان مبارزه نه شی کولی. مختلف هېوادونه بايد لاس يو کړي او د همکاريو له لارې دې په دې مبارزه کې بريا ومومي. که مونږ غواړو چې يوه نوې نړۍ اباده کړو، خپلمنځيو همکاريو ته اړتيا لرو. زه هيله لرم چې د چين او بنګلاديش ترمنځ اړيکې لا ټينګې شي او دواړه هېوادونه په ګډه سره اوسنۍ ستونزې حل کړي.

له کمبوديا سره د چين مرستندويه طبي ډلې په دې هېواد کې د کوويد ۱۹ د مخنيوي او کنټرول لپاره ډېرې هڅې کړې چې له امله يې په دې هېواد کې د دې ويروس د مخنيوي لپاره يو لړ تدبيرونه نيول شوي او په دې برخه کې عامه پوهاوی هم پياوړی شوی دی.

سربېره پردې د نړۍ په ۵۶ هېوادونو کې د چين دايمي مرستندويه طبي ډلو هم د کوويد ۱۹ د مخنيوي او کنټرول لپاره له اړوندو هېوادونو سره مرستې کړې او د خلکو مينه يې تر لاسه کړې ده.

د چين ډاکترانو او طبي کارکوونکو د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د افکارو په لرلو سره د کوويد ۱۹ پر وړاندې په روانه مقابله کې فعال او مثبت رول لوبولی او لوبوي يې.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای