CRI Online

پر هواوې شرکت د امريکا بنديزونه به يوازې له دغه هېواد څخه د زياتو نړيوالو تصديو د وتلو سبب وګرځي

cri     (GMT+08:00) 2020-08-20 14:53:36

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو داګست په ۱۷ مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل ، چې د دغه هېواد د سوداګرۍ وزارت د چين پر هوا وې(HUAWEI) شرکت نور زيات بنديزونه لګولي، څو د دغه شرکت لخوا د امريکا چيپ تخنيکونو ته د لاسرسۍ مخه ونيسي. ياد وزارت همدارنګه د نړۍ په ۲۱ هېوادونو کې د هوا وې شرکت۳۸ فرعي څانګې هم د بنديزونو په ليست کې اضافه کړې دي. دا له ټيک ټاک او په منځنۍ ختيځې اروپا کې د چيني تصديو له 5G انټرنېټي شبکې وروسته د امريکا نوی هدف دی، چې نوي بنديزونه يې پرې لګولي دي. مايک پومپيو وايي، دا ټول د امريکا د ملي امنيت، د امريکايانو د شخصي معلوماتو او د دې هېواد د 5G بنسټيزو تاسيساتو د بشپړتيا او ساتلو لپاره دي.

په حقيقت کې پر هواوې شرکت د امريکا دغه بريد او ورسره د دغه هيواد ډېرې ځاني پرېکړې نړيوال صنعتي او اکمالاتي ځنځير خرابوي او خپلې ګټې او بڼه بدناموي، چې په پايله کې به له دغه هېواد څخه د زياتو نړيوالو تصديو د وتلو سبب وګرځي.

هواوې شرکت په تېرو ۳۰ کلونو کې په څه باندې ۱۷۰ هېوادونو او سيمو کې تر ۱۵۰۰ ډېرې انټرنيټي شبکې جوړې کړي، د هغو ۲۲۸ نړيوالو تصديو لپاره يې چې د نړيوالو تصديو په درجه بندۍ کې مخکښو ۵۰۰ مقامونو کې ځای لري، خدمتونه برابر کړي دي. په نړۍ کې تر ۳ ميليارډو ډېرو کسانو د دې شرکت توليدات اخيستي او يا يې له تخنيکي خدمتونو څخه برخمن دي، خو تراوسه هيڅ داسې شواهد نه دي پيدا شوي چې ثابته کړي، هواوې د امريکا ملي امنيت، د خلکو شخصي معلوماتو او په دغه هېواد کې د 5G بنسټيزو تاسيساتو ته ګواښونه پېښ کړي دي.

امريکا ته د ملي امنيت ساتل يوه داسې ښايسته پلمه ګرځېدلې، چې هرکله وغواړي پر نورو بنديزونه ولګوي، نو استفاده ورڅخه کولی شي او د امريکې دغې پلمې ددې هيواد د تخنيکي ټولنې فعالان هم اندېښمن کړي دي. د امريکا د سيميکونډکټر (semiconductor) مسلکي ټولنې رئيس جون نيوفير په يوه بيانيه کې ليکلي، چې پر هواوې د امريکا نوي بنديزونه به د دغه هېواد د سيميکونډکټر ودې ته سخت زيانونه ورسوي. امريکا تل خپل بازارونه"ازاد بازارونه " بولي، خو دا نوي بنديزونه به يې پر ازادو بازارونو د نړيوالو تصديو باور کم کړي.

که تاريخ ته ور وګرځو، نو دا به ومومو،چې ډېرو نړيوالو برياليو تصديو هواوې شرکت ته ورته ترخه تجربه لرلې ده. د مثال په توګه د فرانسې د السټون شرکت مرستيال رئيس فريديريک پيروسي د۲۰۱۳ کال په اپريل کې د نيويارک په هوايي ډګر کې بلې الوتکې ته د ترانزيټ پرمهال د امريکا د پلټنې فيډرالي ادارې يعنې اېف بي اي لخوا ونيول شو او دغه شرکت يې پر امريکا د بريدګر په نوم ياد کړ، په اخر کې ياد شرکت اړ شو، چې خپلځان د امريکا پرجنرال ايکترونيک کمپنۍ (General Electric Company) وپلوري. امريکا په تېرو لسګونو کلونو کې په ورته لارو چارو د اروپا ډېرې لويې نړيوالې تصدۍ له ستوني تېرې کړي، خو اوس يې خپلې سترګې د چين پر هواوې، ټيک ټاک او داسې نورو شرکتونو ښخې کړې دي، څوک پوهيږي چې په راتلونکي کې به کوم نړيوال شرکت د امريکا نوی هدف وګرځي؟

اوس واشنګټن پر چيني تصديو ښکاره بريدونه کوي او غواړي د عصري تخنيکونو په ساحه کې خپل انحصار وساتي، بل لامل يې دا دی، چې امريکايي چارواکي په خپل هېواد کې د کورونا وبا پر وړاندې په روانه مبارزه کې خپله ناکامي پټول غواړي او هڅه کوي د خلکو پام نورومسئلو ته ور وګرځوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای