افغان چارواکي د اګست په ۲۰مه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې په همدې ورځ د دې هېواد په شمال لوېديځ غور ولايت کې د سړک غاړې بمي چاودنې له امله ۵ عام وګړي وژل شوي دي.
د غور د والي وياند عارف عابر سينهوا اژانس ته ويلي چې د روانې مياشتې د ۲۰مې نېټې په غرمه، يو مسافر وړونکی موټر چې د غور له مرکزي ښار څخه د کابل پر لوري روان و، د سړک غاړې ماين ښکار ګرځيدلی، چې له امله يې ۵ تنه وژل شوي او ۲ نور ټپيان دي.
نوموړي وويل، ټپيان روغتون ته لېږدول شوي. هغه د دغه چاودنې پړه پر طالبانو واچوله، خو طالبانو تر اوسه پورې د دې پېښې په باب هيڅ مالومات نه دي ورکړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |