CRI Online

حسن روحاني: د ايران د دفاع توان په نړۍ کې ۱۴ مقام نيسي

cri     (GMT+08:00) 2020-08-21 15:55:52

د ايران ولسمشر حسن روحاني د اګست په ۲۰مه اعلان وکړ، چې په تېرو څو کلونو کې د دغه هېواد د دفاع توان د نړۍ له ۲۳م مقام څخه ۱۴ ته لوړ شوی دی. نوموړي زياته کړه، چې ايران هېڅکله پر نورو هېوادونو تېری نه دی کړی ، او د دفاع او اخطار پر بنسټ به پوځي تګلارې بدلې نه کړي.

حسن روحاني په همدې ورځ د دغه هېواد له دوو نويو توغنديو د پردې پورته کولو انلاين مراسم تر سره کړل او د توربوجيټ ماشين لومړی توليدي سيسټم يې پرانيست. نوموړي وويل، د ايران د دفاع چارو ګام په ګام پرمختګ موندلی دی. څه موده مخکې د ايران توغندي په فارس خليج کې د امريکا بېپيلوټه الوتکه وغورځوله او د ګرځندویو توغنديو پټ توان يې لا پياوړی شوی او پر موخو د بريد سموالی يې ډېر لوړ شوی دی. مثلا د سمندر دپاسه د ګرځندویو توغنديو د ويشتلو واټن يې له ۳۰۰ کيلومترو څخه ۱۰۰۰ کيلومترو ته رسيدلی، دا ټول دا ښيي چې ايران د توغنديو په برخه کې کافي توان لري، نوموړي په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ، چې د ايران پوځي تګلارې دفاع ته لومړيتوب ورکوي. هغه وويل

((د ايران لخوا توليد شوې ټولې وسلې د اخطار او دفاع په موخه دي، موږ پر نورو هېوادونو د تېري کولو هېڅ پوځي تګلارې نه لرو او نه غواړو پر کوم هېواد بريد وکړو او يا د کوم هېواد خاوره ونيسو. د ايران ګاونډيان پر دې باوري دي، چې د هيواد دفاعي توان د دوی له ګټو سره سمون لري. د ايران په تاريخ کې په تېره بيا د اسلامي انقلاب د ترسره کېدو له ۴۰ کلونو راهيسې ايران هېڅکله جګړه نه ده راپارولې او يوازې يې دفاعي چارې ترسره کړې دي. که څه هم په سيمه ييز وضعيت کې ډېرې پېښې رامنځته شوي، خو ايران خپلې پوځي تګلارې نه دې بدلې کړي. ))

امریکې په تېرې جنورۍ کې د ايران او عراق جګپوړي قومندانان قاسم سليماني او ابو مهدي المهندس په یو برید کې ووژل، د ايران دغه دوه نوي توغندي چې په همدې ورځ يې اعلان کړل، په جلا توګه د يادو دوو قومندانانو په نومونو نومولي دي. د قاسم سليماني په نوم د بالستيک توغندي ويشتونکي توان نږدې ۱۴۰۰ کيلومترو ته او د ابو مهدي المهندس په نوم د ګرځندوی توغندي ويشتونکي توان زر کيلومترو ته رسیږي. برسيره پر دې، د توربوجيټ ماشين توليدي سيسټم به د ايران پخپله څېړنه او جوړه شويو جنګي الوتکو لپاره ماشينونه توليد کړي.

د ايران د دفاع وزير امير حاتمي هم په همدې ورځ په دغو پرانيستونکو مراسمو کې برخه درلوده. هغه وويل، په تېرو ۴۰ کلونو کې د دفاعي چارو په برخه کې د ايران لخوا تر لاسه شوي برياليتوبونه ستر اهميت لري او د شمېر او کيفيت په ساحو کې يې پرمختګ موندلی دی. هغه وويل

((د يو هېواد دفاعي چارې پخپله د پوځي اړتياوو د پوره کولو بنسټ دی او د هېواد د خپلواکۍ يو مهم شرط هم دی. اوس ايران په دفاعي چارو کې کافي توان لري، څه دباندې ۷۷۰ توليدات توليدولی او د جګړې په ميدان کې د خپلو پوځونو ۹۰ سلنه اړتياوې پوره کولای شي. ))

د يو بل خبر له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزارت د اګست په ۲۰مه نېټه خبر ورکړ، چې دغه هيواد د روانې مياشتې په ۱۷مه نېټه د عرب متحده اماراتو يوه بيړۍ ونيوله، لامل يې دا په ګوته کړی، چې دغې بيړۍ د ايران په سمندري قلمرو کې ناقانونه تګ راتګ کاوه . په همدې ورځ د عرب متحده اماراتو سمندري پوليسو د ايران پر ډېرو کب نوونکو بېړيو ډزې وکړې، چې په نتيجه کې يې دوه ايرانيان وژلي او يوه کب نيونکې بېړۍ يې نيولې ده.

د دواړو هېوادونو د سرحدي پوليسو تر همغږۍ وروسته د ايران کب نيونکې بېړۍ او کب نيونکي خوشي شوي دي او د مړه شويو کسانو د جسدونو د ليږدولو کارونه تر قانوني چارو لاندې دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای