CRI Online

د امريکا ولسمشر پخوانی سلاکار سټيف بېنن د درغلۍ په تور ونيول شو.

cri     (GMT+08:00) 2020-08-21 19:28:53

د امريکا ولسمشر دونالد ټرمپ پخواني سلاکار سټيف بېنن د اګست په ۲۰مه نېټه په درغلۍ تورن او نيول شوی دی. هغه پخوا ويلي چې د امريکا د ولسمشر لخوا د دغه هېواد او مکسيکو ترمنځ د سرحدي ديوالونو د جوړولو له پلان څخه ملاتړ کوي، خو تر شا يې له عامو خلکو څخه راټولې شوې پيسې په خپل جيب کې اچولې دي.

سټيف بېنن د سپينې ماڼۍ د ستراتيژيکو مشاورانو مشر او د ولسمشر لوی سلاکار و، خو د ۲۰۱۷ کال په اګست کې د ټرمپ لخوا له دندې څخه ګوښه شو. هغه تر دې وروسته لا هم د امريکا په سياسي ډګر کې ډېر فعال و او سپينې ماڼۍ ته د بېرته تګ هڅه يې کوله چې د ښې لاس په افراطي سازمان کې ښکېل شوی او د ليکنو په خپرولو سره يې د نژاد پرستۍ، تبعض او د تش په نامه د چين ضد تبليغات کول.

سټيف بېنن او ملګرو يې د ۲۰۱۸ کال په پای کې د We Build the Wall په نوم يو ملکي سازمان جوړ کړ او له دې لارې يې له ټرمپ څخه د ملاتړ څرګندولو لپاره ۲۵ مليونه امريکايي ډالره راټولې کړې چې د امريکا او مکسيکو ترمنځ د سرحداتو په اوږدو کې يو ديوال جوړ شو. خو د دغې پروژې د بشپړېدو تر څو مياشتو وروسته يو پلټونکي ارګان چې نوم يې دی Propublica، دې ته اشاره وکړه چې ممکن دغه ديوال ممکن د اوبو د نفوذ کېدو په اثر ژر په سيند لاهو شي. ټرمپ د دغه خبر تر اورېدو وروسته ډېر په قهر شو، خو دا ښايي د ده لخوا د خجالت سبب شي چې سټيف بېنن د درغلۍ په تور نيول شوی دی.

د امريکا څو خبري رسنيو خبر ورکړ چې د سټيف بېنن لخوا د راټولو شويو پيسو يوه برخه د سرحدي ديوال په جوړولو، نورې يې په شخصي کارونو لګول شوې. د ۲۰۱۹ کال په اکتوبر کې سټېف بېنن او ملګري يې پوه شول چې ښايي پروژه يې د نورو لخوا وپلټل شي، دوی وغوښتل چې د څه کار په تر سره کولو سره خپل جرم پټ کړي. له دې څخه د سټيف بېنن په شمول د چين پر ضد د ځينو امريکايي سياستوالو رښتينۍ بڼه څرګندېږي.

داسې امريکايي سياستوال چې دماغ يې د سړې جګړې له فکرونو څخه ډک دی او په هر ډول موقع کې د نورو پر ضد دښمني پاروي، د امريکا ملي ګټو ته هېڅ پام نه کوي، برعکس د چين پر ضد د فعاليتونو په تر سره کولو سره شخصي ګټې لټوي. که امريکا د چين پر وړاندې تګلاره د سټيف بېنن په واک کې ورکړي، نو دغه هېواد به زيات زيان وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای