CRI Online

د بين الافغاني مذاکراتو په اړه د چينايانو وړانديزونه او صميميت نه ډکې هيلې

cri     (GMT+08:00) 2020-08-22 17:09:23

د ۲۰۲۰ کال د اګست په ۲۱مه نېټه د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي د چين په های نان ولايت کې له خپل پاکستاني سيال سره د چين او پاکستان ترمنځ د دوهمې دورې ستراتيژيکو خبرو اترو ګډه مشري وکړه او تر دې وروسته يې خبريالانو ته د بين الافغاني مذاکراتو په اړه د چين ۵ فقره ييز وړانديز او هيله وښودله:

لومړی، بين الافغاني مذاکرات دې د افغانستان مسئلې پر سياسي حل ټينګار وکړي. د افغانستان مسئلې د حل یوازنۍ لار ډيالوګ او خبرې اترې دي. د يادو مذاکراتو مختلفې خواوې يو له بل سره وروڼه دي چې بايد له زماني بهير او د خلکو د هيلې سره سم خپلمنځي توپيرونه او ستونزې ليرې کړي او رښتينی روغې جوړې دې تر سره کړي. چين هيله لري چې د افغانستان بېلا بېلې سياسي ډلې پر دغو مذاکراتو ټينګ باور ولري، خپل صبر دې وساتي، خپل صميميت دې وښيي او د برياليتوب ټينګ هوډ دې ولري.

دوهم، بين الافغاني مذاکرات دې د افغانانو تر لارښوونې لاندې تر سره شي. د افغانستان راتلونکی برخليک د افغانانو لخوا پرېکړه کېږي، نو د افغانانو لخوا د لارښوونې اصول دې په جدي توګه وساتل شي. هېڅوک دې په افغانستان کې د جياپوليتيکس سيالې نه کوي او د افغانستان په مسئله کې دې خپلې ګټې نه لټوي.

درېيم، په بين الافغاني مذاکراتو کې دې پر ټولشموليت باندې ټينګار وشي. مختلفې خواوې بايد په ګډو هڅو سره داسې يو سياسي چوکاټ جوړ کړي چې د هېواد بېلا بېل سياسي ګوندونه، قومونه او مذهبي ډلې پکې په مساوي توګه برخه واخلي او له دې لارې دې واکونه شريک کړي. د افغانستان راتلونکی حکومت بايد ټولشموليت وي، ترهګرۍ ته دې ټينګه ضربه ورکړي او د سولې او دوستۍ ديپلوماتيکې تګلارې دې پلې کړي.

څلورم، د افغانستان مسئلې د دايمي حل لپاره دې يوه لار پيدا شي. پر جګړې برسېره افغانستان د بېوزلۍ، کډوالو او نشه يي توکو په شمول له يو لړ ستونزو سره مخ دی چې د مذاکراتو مختلفې خواوې بايد خپله هوښياري وښيي او له دغو ستونزو سره دې ګډه مقابله وکړي. چين هيله لري چې ښکېلې خواوې په خپل هېواد کې د سولې او پرمختګ د تر سره کېدو لپاره ګډ کوښښونه وکړي.

پنځم، نړيواله ټولنه دې د افغانستان مسئلې په اړه خپله وظيفه پر غاړه واخلي. نړيواله ټولنه او د سيمې هېوادونه بايد په عدالت او برابرۍ سره د سولې بهير پرمخ بوزي او د افغانستان سولې بهير دې نه خرابوي. بهرني ځواکونه بايد په مسؤلانه او منظمه توګه له دغه هېواد څخه ووځي، د ترهګرۍ څپې د بيا راپورته کېدو مخنيوی دې وکړي او د افغان حالاتو ارام او روان انتقال دې تأمين کړي.

د چين خارجه وزير وانګ يي پر دې ټينګار وکړ چې چين د افغانستان د نژدې ګاونډي او صميمي دوست په توګه له نورو هېوادونو نه تر ټولو لويه لېوالتيا لري چې په دغه هېواد کې سوله او ثبات تر سره شي. چين به تل د افغانستان مختلفو خواوو ته د درناوي کولو پر بنسټ د دغه هېواد د سولې بهير د پرمخبيولو، منځګړيتوب او د اړوندو اسانتياوو د برابرولو لپاره خپل رول ته دوام ورکړي.

د بين الافغاني مذاکراتو په اړه د چين له يادو ۵ فقره ييز وړانديز څخه د افغانستان پر راتلونکې د چيني حکومت او چينايانو رښتينې هيله او صميميت څرګندېږي. موږ چينايان نه غواړو چې افغان وروڼه او خويندې بيا د جګړې له امله وځپل شي. هيله لرو چې د افغانستان بېلا بېل قومونه، سياسي ګوندونه او مذهبي ډلې خپلمنځي ستونزې او توپيرونه ليرې کړي، افغانان د جګړې، ترهګرۍ او بېوزلۍ له حالت څخه ځان وباسي او ژر نيکمرغه ژوند ته ورسېږي. دغه راز ستاسو وطن يو ځل بيا د اسيا په زړه کې يوه مهمه څلورلاره وګرځي او بيا د سمسورتيا په لور چټک ګامونه واخلي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای