CRI Online

د يانګ ځه سيند پر غاړه د پرتو مثلثي سيمو يو ځای کېدل نوي پړاو ته رسيدلي دي

cri     (GMT+08:00) 2020-08-23 20:21:50

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي،د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ د ان هوی ولايت په مرکز هه فۍ ښار کې د يانګ ځه سيند پر غاړه د پرتو مثلثي سيمو د يو ځای کېدو او ګډ پرمختګ په اړه د يوې غونډې مشري وکړه او يوه مهمه وينا يې وکړه. په دې غونډه کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دغو سيمو د يو ځای کېدو او ګډ پرمختګ د نويو حالاتو په هکله تازه مهم هدايت ور کړ.

د اګست په ۲۱مه نېټه د شانګهای د ښاروالۍ دايمي کميټې يوه غونډه تر سره کړه او پکې يې دې ته په اشارې سره وويل چې اړوندې څانګې بايدپه مسؤلانه رويې سره د دغو سيمو د يو ځای کېدو او ګډ پرمختګ په موخه د مهمو دندو د تر سره کولو لپاره هڅې وکړي تر څو د ټول هېواد د اصلاحاتو او پرمختګ لپاره خدمتونه وکړي.

د يوې دولتي ستراتيژۍ په توګه د يانګ ځه سيند پر غاړه د پرتو مثلثي سيمو د يو ځای کېدو او ګډ پرمختګ د تګلارې د پلي کېدو له څه باندې يو کال راهيسې د شانګهای ښار، د جيانګ سو، ځه جيانګ او ان هوي ولايتونو حکومتي ادارو د دغو سيمو د ګډ پرمختګ او يو ځای کېدو په برخه کې ډېرې لاسته راوړنې درلودلې دي.

د يانګ ځه سيند پر غاړه پرتو مثلثي سيمو کې چې نفوس يې ډېر دی، د کوويد ۱۹ ويروس سره د مبارزې او د توليدي چارو د بيا پيل لپاره ډېرې هلې ځلې کړې او په ټول هېواد کې د کوويد ۱۹ د مخنيوي او کنټرول لپاره يې خپل خدمتونه کړي او دغه راز د چين د کورني اقتصاد د بيا سمسورتيا لپاره يې خوځنده ځواک زيات کړی دی.

په دې وروستيو کلونو کې د شانګهای په مشرۍ د يانګ ځه سيند پر غاړه پرتې مثلثي سيمې حکومتي ادارو د پيچلي نړيوال حالت پر وړاندې ،د بنسټيزو تأسيساتو د جوړونې،د عامه خدمتونو،د ټولنيز نظام د نوښت او د ګډ پرمختګ په شمول ډېرو برخو کې له ستونزو څخه وتلي او د دغو سيمو د يو ځای کېدو او پرمختګ نوی پړاو ته د داخلېدو لپاره يې هڅې کړې او کوي يې.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای