د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د اګست په ۲۳ مه نېټه يو باروړونکی موټر له يو بل موټر سره ټکر وکړ چې له امله يې ۱۰ تنه مړه شوي او ۲۰ تنه ټپيان شوي دي.
د مالوماتو له مخې، تر هغه وروسته ځايي ژغورونکو پوليسو سمدلاسه د ژغورنې کارونه پيل کړل او ټپيان يې د شاوخوا روغتونو ته ولېږدول خو ۷ تنه مړه شوي دي.
په پاکستان کې په بسونو کې د زياتو کسانو د سپريدو، د موټرو د زيات سرعت او د سړکونو د بد حالت له امله ترافيکي پيښې ډېرې رامنځته کيږي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |