CRI Online

روسيه کې د ۲۰۲۰ کال د پوځي تخنيکونو نړيوال فورم او نړيواله پوځي سيالي پيل شوه

cri     (GMT+08:00) 2020-08-24 17:10:39

د پوځ -۲۰۲۰ په نوم د پوځي تخنيکونو نړيوال فورم او نړيواله پوځي سيالي د اګست په ۲۳ مه نېټه د روسيې پلازمينې مسکو په وطن دوست باغ کې پيل شوه. د چين پوځي پلاوی به په دغه سيالي کې د ټانکونو، اکتشافي عسکرو او پاراشوټي بلوک په ګډون شپږو برخو کې خپلې وړتياوې وښيي.

په دې اړه به ځانګړی راپور درته وړاندې کړو، هيله ده چې تر پايه يې واورئ.

د ياد فورم او مسابقې په پرانيستونکو مراسمو کې د روسيې صدراعظم ميشوسکين او دفاع وزير شګويي ګډون کړی و او د دغه هېواد ولسمشر ولاديمير پوتين د وېډيو له لارې دې مراسمو ته د وينا پر مهال وويل چې دغه فورم او مسابقه په دفاعي برخه کې د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ د نظريو تبادلې او همکارۍ په ګټه ده.

نوموړي وويل چې (( زما په اند د امنيتي او پوځي تخنيکونو د همکاريو په برخو کې د متقابل اعتماد ټينګول او د ګډو ننګونو د لرې کولو د حل لارې لټول ډېر ارزښت لري. د پوځي تخنيکونو نړيوال فورم په پوځي صنعت کې د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پياوړتيا او د ګډو وړانديزونو د عملي کولو لپاره مثبت رول لري. نړيواله پوځي مسابقه له ډېرو کلونو راهيسې د بېلابېلو هېوادونو د پوځيانو ترمنځ د دوستۍ د ژورولو په هڅه کې ده.))

د روسيې صدراعظم ميشوسکين په خپله وینا کې وويل چې ، سږکال د پوځي تخنيکونو نړيوال فورم او نړيواله پوځي مسابقه په لومړي ځل په يو وخت ترسره کيږي، دا مسابقه به ګډون کوونکو او د پوځ مينه والو لپاره يو اختر وي او د پوځي تخنيکونو نړيوال فورم به د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ د پوځي وسايلو د اخيستلو قراردادونو د لاسليک کېدو او د اړوندو همکاريو د پيل لپاره ښه زمينه برابره کړي.

نړيواله پوځي مسابقه د روسيې د دفاع وزارت لخوا طرحه او پيل شوې او له ۷ کلن پرمختګ وروسته نن " د اګست ۲۳مه "د نړيوالو پوځي اړيکو د پياوړتيا يوه اغېزه لرونکې مسابقه ګرځېدلې ده. سږکال دغه مسابقه په روسيه، بلاروس، ارمنستان، ازربايجان او ازبکستان ۵ هېوادونو کې په يو وخت کې ترسره کيږي او د ۳۲ هېوادونو او سيمو ۱۵۶ ټيمونه پکې ګډون لري چې د ګډونوالو شمېر يې تر ۵۰۰۰ ډېر دی.

د چين د ځمکنی پوځ ټيم په دغه سيالۍ کې د ټانکونو، امنيتي چاپيريال، موټر چلوونکو، اکتشافي عسکرو او پراخو اوبو په نوم پنځو مسابقو کې او د دغه هېواد د هوايي پوځ ټيم د پراشوټي بلوک په نوم مسابقه کې ګډون کوي. په نړيوالو پوځي سياليو کې د ګډون په چارو کې د چين د ځمکني پوځ مسوول جنرال جاوپنګ پدې اړه وويل:

((د چين د ځمکني پوځ ټيم د دغې سيالۍ لپاره ځانګړې روزنې کړې، د سيالۍ مقررات يې مطالعه کړي، د سيالۍ لپاره يې اړين مواد او پوځي وسلې چمتو کړې او د سيالۍ پر مهال د کرونا وبا د مخنيوي لارښوونې يې هم ليدلې. باور لرم چې د چين ټيم په دې سيالۍ کې خپلې وړتياوې او د چيني عسکرو رويه په ښه توګه وښيي او ښې نمرې وګټي.))

د روسيې د وسله والو قوتونو د روزنې ادارې مرستيال الکساندر پلرياجف د دغې پوځي سيالۍ په اړه وويل:

((زما په اند، په ټولو سياليو کې چيني پوځيان د قدر وړ سيالان دي. دوی د مقرراتو تابع دي او ښه مسلکي سويه لري، نو موږ يې همېشه د خپلو پوځيانو د نمونې په توګه ګڼو.))

د يادې سيالۍ په لومړۍ ورځ د چين د ځمکني پوځ ټيم د تانک په مسابقه کې د بلاروس ،ازربايجان او سربيا ټيمونو ته ماتې ورکړه. د سيالۍ وروستۍ پايله به د سپتمبر په ۵ مه نېټه اعلان شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای