CRI Online

د واکسين په تړاو د امريکايي سياستوالو ځانځاني له کوويد- ۱۹ ويروس سره پر نړيوالې مبارزې باندې منفي اغېزه لري

cri     (GMT+08:00) 2020-08-24 21:32:21

د روغتيا نړيوال سازمان مشر تيدروس ادهانوم ګيبريسوس څو ورځې مخکې وويل، چې موږ بايد د واکسين په تړاو له نيشنليزم څخه ډډه وکړو او په ټوله نړۍ کې بايد د واکسين د محدودې عرضې وېش تر سره کړو چې دا کړنه د بېلا بېلو هېوادونو له ګټو سره سمون لري. د نوموړي له خبرو څخه د دې وضعيت په اړه د ده اندېښنه څرګنديږي چې ځيني هېوادونه د ممکنو واکسينونو د راغونډولو او زېرمه کولو په حال کې او د نورو هېوادونو له خوا د واکسين د تر لاسه کولو د مخنيوي په هڅه کې دي. واقعيت دا دی، چې د امريکا ځيني سياستوال د واکسين په تړاو د ځانځانۍ پلويان دي او کړنو يې له کوويد- ۱۹ ويروس سره د مبارزې په برخه کې نړيوالو همکاريو ته زيانونه رسولي دي.

په دې وروستيو کې د کوويد- ۱۹ ويروس ضد د واکسين څېړنو پرمختګ کړی، ځيني امريکايي سياستوالو د واکسين د تر لاسه کولو جګړه راپورته کړې ده. د (( ساينس )) مجلې د خبر له مخې، د امريکا حکومت د درملو له زياتو شرکتونو سره د څه باندې شپږو ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د واکسين د اخيستلو تړونونه لاسليک کړي دي. د امريکا د دې کړنې تر شا دغه موخه شتون لري چې د دغه هېواد حکومت د روانې وبا د وقايې او کنترول د خپلو ناکامو تدبيرونو پر وړاندې د برياليتوب امکان په واکسين پورې تړلی بولي. په تيره بيا هغه امريکايي سياستوال چې غواړي په راتلونکو ټاکنو کې خپلې دندې ته دوام ورکړي، دغه واکسين د اوسني ټيټ ملاتړ د لوړوالي وسله بولي.

د واکسين عادلانه وېش د واکسين د څېړنو په پرتله لا سخته ننګونه ده. چين د يو مسئولنه هېواد په توګه تل د نړيوالې روغتيا د ساتلو په موخه د وبا د وقايې او کنترول او د واکسين د څېړنو په کارونو کې ګډون کوي،خو په يوازې ځان د واکسين معقول او عادلانه وېش نه شي رامنځته کولی، بلکې دغه کار د لا زياتو هېوادونو په تيره بيا د پرمختللو هېوادونو ګډو هڅو ته اړتيا لري. بېلا بېل هېوادونه بايد د واکسين په تړاو د امريکايي سياستوالو د ځانځانۍ پر وړاندې هوښيار او بيدار واوسي، ځکه يوازې يووالی او همکاري روانې وبا ته د ماتې ورکولو اغېزمنه وسيله ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای