CRI Online

د افغانستان او تاجکستان ولسمشرانو د سولې او دوه اړخيزې همکارۍ په اړه تليفوني خبرې وکړې.

cri     (GMT+08:00) 2020-08-25 10:14:50

سين هوا اژانس د افغانستان له ارګ نه خبر واخيست چې د دغه هېواد ولسمشر محمد اشراف غني د اګست په ۲۴مه نېټه له خپل تاجکستاني سيال امام علي رحمن سره تليفوني خبرې وکړې.

د ارګ د يوې اعلاميې له مخې، دواړو خواوو د دوه اړخيزې سوداګرۍ، ترانسپورټ، سيمه ييزو چارو، د امو دريا په اړه د دوو هېوادونو ترمنځ د مخ په زياتېدونکې همکارۍ او د سولې بهير په اړه بحث کړی دی.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای