CRI Online

د شن جن د چټک پرمختګ کيلي

cri     (GMT+08:00) 2020-08-26 20:42:38

د اګست ۲۶مه نېټه د چين د شن جن ځانګړې اقتصادي سيمې د جوړېدو له ۲۶مې کليزې سره برابره ده. شن جن ۴۰ کاله مخکې يوازې يوه وروسته پاتې ولسوالي وه، خو اوس پر يو نړيوال او عصري ښار بدل شوی او د کورنيو توليداتو ارزښت يې د پخوا له ۲۰۰ مليونو يوانو څخه ۲۷۰۰ ميليارډو يوانو ته لوړ شوی دی. د بريتانيا ((The Economist)) مجلې ليکلي چې په نړۍ کې تر ۴۰۰۰ زياتې ځانګړې اقتصادي سيمې شتون لري، خو شن جن پکې تر ټولو بريالۍ نمونه ده.

د تکنالوژۍ نوښت تل د شن جن د چټک پرمختګ کيلي بلل کيږي. دغه ښار په ۲۰۰۰ کال کې تر نورو سيمو وړاندې د پرمختګ شکل له توليدوونکي صنعت څخه د لوړې او نوې تکنالوژۍ چارو ته بدل کړی، په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کالونو کې يې لومړی د تازه سمسورو صنعتونو د پرمخبيولو پلان جوړ او په ۲۰۱۳ کال کې يې د راتلونکو علمي چارو د پرمختګ لپاره هڅې پيل کړې.

د شن جن ۲۰ کلن چټک پرمختګ په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون د تطبيق د سترو برياليتوبونو يوه نښه ده او دا ښيي چې چينايانو د هېواد د ځواکمن ګوند تر مشرۍ لاندې د چين ځانګړتيا لرونکې سوسياليستي لاره پيدا کړې ده.

د شن جن تجربې د نورو هېوادونو د ځانګړو اقتصادي سيمو د ابادۍ لپاره هم ګټورې دي. د څېړونکو په اند د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې زياتېدونکي پراته هېوادونه د چين د پرمختګ تجربو ته پاملرنه کوي او شن جن يې يوه ډېره ښه بېلګه بولي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای