CRI Online

د افغانستان په ختيځ کې د سيلابونو له امله ۷۰ تنه مړه شوي دي.

cri     (GMT+08:00) 2020-08-27 09:38:29

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان په ختيځ د پروان ولايت وياندې وجيدې شهکار د اګست په ۲۶مه نېټه خبري رسنيو ته وويل چې يوه ورځ دمخه د ناڅاپي سيلاب له امله ۷۰ تنه مړه او څه باندې ۱۰۰نور تنه ټپيان شوي دي.

نوموړې څرګنده کړه چې د ۲۵مې نېټې په شپه په ناڅاپي توګه سخت باران اورېدلی چې د سختو سيلابونو سبب شوی او څه دپاسه ۳۰۰ کورونه او زياتې کروندې يې ويجاړې کړې دي. ننګرهار، وردګ، کاپيسا او بنجشير کې هم سيلابونو ځاني او مالي زيانونه اړولي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای