CRI Online

چين د امريکا پوروړی نه دی

cri     (GMT+08:00) 2020-08-27 14:39:21

د امريکا خارجه وزير مايک پمپيو د جولای په ۲۳مه نېټه د کليفورنيا ايالت د امريکا د پخواني ولسمشر نيکسن په نوم کتابتون کې يوه وينا وکړه او په ترڅ کې يې له تېرو څو کلونو راهيسې د امريکا او چين د اړيکو له مثبت پرمختګ څخه په پوره توګه انکار وکړ، په بد نيت سره يې د چين کمونېست ګوند پر مشرتابه او د چين پر سياسي نظام لفظي بريد وکړ، د چين د کمونېست ګوند او چينايانو ترمنځ د اړيکو پارونه يې وکړه، د چين پر کورنيو او بهرنيو تګلارې يې بې دليله نيوکې وکړې او چين يې د يو خطر او ګواښ په توګه معرفی کړ او منفي تبليغات يې وکړل. موخه يې دا ده چې د چين ضد يوه نړيواله ټولنه جوړه کړي او د چين د پرمختګ مخنيوی وکړي.

د مايک پمپيو خوله او خبرې له درواغو څخه ډکې دي. هغه وويل چې له تېرو لسګونو کلونو راهيسې د چين او امريکا اړيکې پر ډېرې نابرابرۍ ولاړې دي. چين په نابرابرې سوداګرۍ سره له امريکا څخه د صنعتي چارو اکمالاتي ځنځير ځان ته جلب کړ چې له دې امله زيات شمېر امريکايان بې کاره شوي او د دغه هېواد اقتصاد ته هم زيانونه رسېدلي دي.

دا بيخي دورغ ګونګوسه ده او له واقعيتونو سره سمون نه لري. نن ورځ موږ د جهاني کېدو په زمانه کې ژوند کوو. د مختلفو هېوادونو ګټې په پيچلي توګه يو له بل سره يو ځای کېږي. د صنعتي چارو د نړيوال اکمالاتي ځنځير رامنځته کېدل او وده کول د بازاري اصولو او د تصديو د انتخابونو يوه ګډه پايله ده. چين او امريکا يو د بل تر ټولو مهم سوداګريز همکار او پانګه اچوونکي دي او د يو بل توليدي، اکمالاتي او خدمتي ځنځيرونو تکميلونکي دي.

چين او امريکا يو له بل سره د متقابلو ګټو پر بنسټ د همکارۍ مساوي اړيکې ساتي. د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو له پيل څخه د متقابلو ګټو پر بنسټ پرمختګ کړی او چين د امريکا پوروړی نه دی. د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ په ترڅ کې چين د امريکا له پانګو، تکنالوژۍ، او اداري تجربو څخه ګټې واخيستې، امريکا د چين له لوی بازار څخه ګټه پورته کړې او د صنعتي چارو نړيوال ځنځير تر ټولو پرمختللی ځای يې هم نيولی دی.

د چين او امريکا ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ دواړو هېوادونو ته ګډې ګټې رسولې دي. په ۲۰۱۸ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ حجم له ۶۳۰ ميليارډو امريکايي ډالرو څخه اوښتی او د متقابلو پانګونو عمومي ارزښت هم۲۴۰ميليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلی دی. د امريکا او چين ترمنځ د سوداګرۍ ملي کمېټې د يو رپوټ له مخې، له ۲۰۰۹ کال نه تر ۲۰۱۸ کال پورې چين د امريکايي توليداتو د صادري زياتوالي سرعت تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی چې د هر کال د چټکتيا د منځنۍ کچې ۶.۳ سلنه جوړوي. د ۲۰۱۸ کال تر پايه پورې په امريکا کې د چيني تصديو د مستقيمو پانګونو عمومي ارزښت ۷۳ ميليارډو او ۱۷۰ مليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلی دی.

د دې تر څنګ په چين کې د پانګه اچول شويو امريکايي تصديو عمومي شمېر څه باندې ۷۰ زرو ته رسېږي چې د عمومي پلور کلنی ارزښت يې له ۷۰۰ميليارډو امريکايي ډالرو څخه اوښتی او ۹۷٪ يې ګټې اخيستې دي.

د چين او امريکا ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ امريکايانو ته هم واقعي ګټې رسوي. له تېرو کابو ۴۰ کلونو راهيسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مالونو سوداګريز حجم څه دپاسه ۲۵۰ چنده زيات شوی او امريکايانو ته تقريباً ۲.۶ مليونه روزګار او دندې برابرې شوې دي.

اوس امريکا کې د ځينو کسانو لخوا د بې کاره شويو عمده لاملونه د تخنيکي پرمختګ او د اقتصادي جوړښت په تنظيمولو سره د دغه هېواد غلطې اقتصادي تګلارې او د ټولنيزو سرچينو د بيا ويش ميکانيزم تېرتنه ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای