CRI Online

هغه امريکايي سياستوال چې د جنوبي سمندرګي په اړه بيا بيا لانجې جوړوي، ناکام به وي

cri     (GMT+08:00) 2020-08-27 21:01:26

د امريکا د سوداګرۍ وزارت د اګست په ۲۶مه نېټه پر ۲۴ چيني تصديو بنديزونه اعلان کړل، ځکه دغه تصدۍ د چين په جنوبي سمندرګي کې د مصنوعي ټاپو په ابادۍ کې برخه لري. د دې تر څنګ د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په همدې ورځ پريکړه وکړه، چې پر هغو څو تنو چيني اتباعو به د وېزې بنديز ولګوي، چې د جنوبي سمندرګي د مصنوعي ټاپو په ابادۍ کې يې کار کړی وي. د امريکا دغه کړنه د چين په کورنيو چارو کې څرګنده لاسوهنه او له نړيوال قانون او نړيوالو اړيکو څخه سرغړونه ده. چين به د امريکا د دغو ظالمو کړنو پر ضد ځوابي ګامونه پورته کړي.

ټولو ته معلومه ده چې په جنوبي سمندرګي کې د چين د خاورې حاکميت او سمندري حقونه پوره تاريخي او قانوني بنسټ لري. په خپلو قلمرو کې د ابادۍ چارې د چين په ملي حاکميت کې شاملې دي او مناسبې او قانوني دي. د چين دغه کړنه نه يوازې د بل هېواد پر ضد نه ده او پر نورو هېوادونو منفي اغېزه نه لري، بلکې د دې سيمې د هېوادونو لپاره د عامه خدمتونو د برابرولو په برخه کې ګټوره ده.

په خپلو ټاپوګانو کې د ابادۍ چارې د نړيوال قانون له مخې د ملي حاکميت لرونکي هېواد عادي حق دی. امريکا چې له دې سيمه څخه ډېره لرې پراته ده، د جنوبي سمندرګي مسئلې په اړه د خبرو حق نه لري او خپله يې ژمنه هم کړې وه چې د دې مسئلې په اختلاف کې به دريځ نه نيسي. خو له تېرو څو کلونو راهيسې د چين ضدد امريکايي سياستوالو دښمانه احساسات ژور شوي او د جنوبي سمندرګي مسئله يې د چين د پرمختګ د مخنيوي په موخه خپله وسيله ګرځولې ده.

که څه هم د جنوبي سمندرګي د خاورو د حاکميت په اړه اختلاف شتون لري، خو د سولې او همکارۍ موندل د دې سيمې د بېلا بېلو هېوادونو ګډه نظريه ګرځېدلې ده. اوس د سيمه ييزو هېوادونو د ګډو کوښښونو له لارې د جنوبي سمندرګي حالات ارام شوي او د جنوبي سمندرګي د عملي قواعدو په اړه ښې سلامشورې روانې دي. چين هغو بد نيت لرونکو امريکايي سياستوالو ته وړانديز کوي چې په دغه سيمه کې د لانجو له راپېدا کولو څخه دې لاس واخلي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای