CRI Online

د کوويد-۱۹ ضد واکسين په جوړولو کې نړيوالې همکارۍ

cri     (GMT+08:00) 2020-08-28 15:46:50

په دې نږدې تېرو ورځو کې په يو شمېر هېوادونو کې د کوويد -۱۹ ويروس ضد واکسين څېړنې ګړندۍ شوې او پرمختګونه يې ترلاسه کړي . د روغتيا نړيوال سازمان شمېرنه ښيي چې اوس په ټوله نړۍ کې د کوويد -۱۹ ضد څه باندې ۱۰۰ واکسينونو څېړنې روانې دي، دغه سازمان همدارنګه غوښتنه کړې چې بېلابېل هېوادونه بايد د واکسين د جوړولو او برابرولو په برخو کې يووالی او ګډې همکارۍ پياوړې کړي او له ناوړې سيالۍ څخه دې ډډه وکړي، څو له خطرونو سره ګډه مقابله وشي، ګټې شريکې شي او د خوندي او اغېزمن واکسين جوړېدو ته هيلې زياتې شي.

د روغتيا نړيوال سازمان د کوويد -۱۹ وبا په لومړيو کې وړاندوينه کړې وه چې که هرڅه په سالم ډول روان وي، د واکسين جوړول عموماً له ۱۲ مياشتو څخه تر ۱۸ مياشتو پورې وخت ته اړتيا لري. د دغه سازمان د يوې تازه شمېرنې له مخې، په ټوله نړۍ کې د کوويد-۱۹ ويروس ضد واکسين جوړول ګړندي شوي، د روانې مياشتې تر ۲۰ مې نېټې پورې د هغو واکسينونو شمېر چې ياد سازمان ته يې په اړه خبر ورکړل شوی او بستريزه څېړنه يې پيل شوې، ۳۰ ته رسېدلی دی. له دې څخه ۶ واکسينونه د بستريزې څېړنې درېيم پړاو ته ننوتلي چې پکې يې ۳ د چين، يو يو د امريکا او بريتانيا او يوبل د جرمني او امريکا د څېړنيزو ارګانونو لخوا په ګډه څېړل کيږي. برسيره پردې ۱۳۹ نور واکسينونه له بستريزې څېړنې وړاندې د ارزونې په پړاو کې دي.

پر چين او امريکا سربيره په روسيې، هند او يو شمېر نورو هېوادونو کې هم د کوويد-۱۹ ويروس ضد واکسين د جوړولو هڅې ګړندۍ شوې دي. روسي رسنيو خبر ورکړ چې اوس په دغه هېواد کې ۱۷ څېړنيز ارګانونه د تر ۲۶ ډېرو واکسينونو د څېړلو په هڅه کې دي او له دې څخه د SPUTNIK V په نوم واکسين تر ټولو وړاندې جوړ او ريجيستر شوی دی. د هند صدراعظم نارندرا مودي د روانې مياشتې په ۱۵ مه نېټه د دغه هېواد په پلازمينه نوي ډيلي کې وويل چې اوس په دغه هېواد کې ۳ واکسينونه بېلابېلو څېړنيزو پړاوونو ته ننوتلي دي. د هند د روغتيا وزير واردان د روانې مياشتې په ۲۳ مه نېټه وويل چې په هند کې ښايي د کوويد-۱۹ ويروس ضد لومړی واکسين د روان کال په پای کې بازار ته وړاندې شي.

اوس په ټوله نړۍ کې د کوويد -۱۹ ويروس ضد واکسين د څېړلو او جوړولو لپاره په عمده توګه ۳ ډوله تخنيکونه استعمال شوي، هر تخنيک بستريزې څېړنې ته اړتيا لري او دا څېړنه د واکسين د جوړولو لپاره يوه ضروري او مهمه برخه ده. د بستريزې څېړنې درېيم پړاو بازار ته د واکسين له وړاندې کېدو مخکې وروستی پړاو دی او د بشپړېدو لپاره يې ګڼ شمېر داوطلبان په کار دي، څو د واکسين خونديتوب او اغېزې ثابتې شي. اوس د کوويد -۱۹ ويروس ضد واکسين زياتره بستريزه څېړنه په برازيل، امريکا، جنوبي افريقا او داسې نورو هېوادونو کې روانه ده چې د کوويد -۱۹ وبا له امله ډېر ځپل شوي دي.

نړيوالې همکارۍ د واکسين د بستريزې څېړنې لپاره ډېرې مهمې دي.د بېلګې په توګه د جنوبي افريقا د ويټواټيرسرانډ (Witwatersrand) پوهنتون د روانې مياشتې په ۱۷ مه نېټه په دغه هېواد کې د کوويد -۱۹ ويروس ضد د دوهم واکسين د بستريزې څېړنې د پيلېدو اعلان وکړ، دغه واکسين د امريکا د نواواکس (Novavax) کمپنۍ لخوا څېړل شوی. د برازيل د روغتيايي نظارت ملي ادارې د روانې مياشتې په ۱۸ مه نېټه د امريکا جې ان جې شرکت (Johnson&Johnson) ته اجازه ورکړه چې په دغه هېواد کې د واکسين د بستريزې څېړنې درېيم پړاو ترسره کړي. وړاندې يادې ادارې په خپل هېواد کې د نورو هېوادونو د ۳ واکسينونو د بستريزې څېړنې ترسره کول منظور کړي و. د ارجنتاين مرکزي پوځي روغتون هم د روانې مياشتې په لسمه نېټه د يوه هغه احتمالي واکسين بستريزه څېړنه پيل کړه چې د جرمني او امريکا د طبي څېړنيزو ارګانونو لخوا په ګډه سره جوړ شوی دی.

چين هم د واکسين په جوړولو کې له نورو هېوادونو سره د همکاريو د تقويه کولو په هڅه کې دی او اعلان کړی يې دی چې د خپل واکسين له جوړېدو وروسته به هغه د عامه توليد په توګه نورو هېوادونو ته برابر کړي او په دې برخه کې به د افغانستان په ګډون له بې وزلو او پرمختيايي هېوادونو سره مرسته وکړي.

د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تيدروس ادهانوم د روانې مياشتې په ۲۱ مه نېټه وويل چې د کوويد -۱۹ وبا ښايي په دوو کلونو کې ختم شي او د ختمولو لپاره د بېلابېلو هېوادونو ګډې همکارۍ په کار دي، ځکه د اغېزمن واکسين له جوړېدو مخکې هر هېواد له دې وبا څخه ځان امن نه شي ساتلی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای