CRI Online

د ډېرو نړيوالو تصديو مالي چارواکي د چين د اقتصادي ودې د بيا سمسورتيا په اړه خوشبينه دي

cri     (GMT+08:00) 2020-08-30 20:15:56

د امريکايي رسنۍ سي أن بي سي يوه تازه سروې ښيي د ډېرو نړيوالو تصديو چارواکي د چين د اقتصادي ودې د بيا سمسورتيا په اړه خوشبينه دي او په دې باور دي چې د چين اقتصاد به ثابت پرمختګ وکړي.

د امريکا د مشتريانو نيوز او سوداګرۍ چينل يعنې سي أن بي سي (CNBC) د تصديو د لوړپوړو مالي چارواکو نړيوالې کمېټې د اګست په ۲۸ مه نېټه د روان کال د درېيمې ربعې سروې خپره کړه چې له مخې يې د ډېرو نړيوالو تصديو لوړپوړي مالي چارواکي د امريکا په پرتله د چين د راتلونکې اقتصادي ودې په اړه لا خوشبينه دي. دا د يادې سروې په تاريخ کې لومړی ځل دی چې د نړيوالو تصديو زيات لوړپوړي مالي چارواکي د چين د اقتصاد په اړه لا خوشبيني ښيي.

د نوموړې سروې له مخې، لوړ پوړي مالي چارواکي په ثابته توګه د چين د جي ډي پي د ساتل کېدنې او د امريکا د اقتصاد د يوې اندازې ټيټوالي وړاندوينه کړې ده. دغه راز دغو مالي چارواکو دا ځل په خپله وړاندوينه کې نړيواله اقتصادي وده لوړه کړې ده.

يادې کمېټې د سږکال د روانې درېيمې ربعې لپاره په خپله وړاندوينه کې د چين او نورو اسيايي هېوادونو او د يورو کاروونکو سيمو اقتصادي وده له "لږ څه ټيټوالي" څخه"ثبات " ځای ته لوړه کړې، د لاتينې امريکا اقتصادي وده يې له "ډېر ټيټوالي " څخه "د يوې اندازې ټيټوالي" ته لوړه کړې او د امريکا اقتصادي وده يې په خپل ځای يعنې"د يوې اندازې ټيټوالي" په ځای کې ساتلې ده.

له دې وړاندې والسټريټ ژورنال په خپل خبر کې ليکلي وو چې په چين کې له کرونا وبا مخکې حالت ته د خلکو د ژوند په بېرته ګرځولو سره د دغه هېواد اقتصاد هم د بيا سمسورتيا په حال کې دی.

په نړۍ کې د کاني چارو د تر ټولو لوی شرکت بي اېچ بي اجرائيه رئيس مايک هنري سي أن بي سي ته وويل، چې د چين اقتصاد په ثابته توګه د بيا سمسورتيا په حال کې دی چې د پرمختګ څرک يې د" V "په بڼه ښکاريږي، د چين حکومت د اقتصاد د تحريکولو او هڅونوې لپاره يو لړ اقدامات غوره کړي او دا ښايي په راتلونکي کال کې د دغه هېواد د لا لوړې اقتصادي ودې سبب وګرځي.

د سي أن بي سي په ياده سروې کې د امريکا د اقتصادي ودې په اړه راغلي، چې د تصديو په ۴۰ پوښتل شوو مالي چارواکو کې ۲۵ تنه کرونا وبا د امريکايي تصديو لپاره تر ټولو لوی خطر بولي او ٪۸۰ يې په دې اند دي چې دغې وبا پر تصديو ډېرې سختې منفي اغېزې کړې دي.

د سي أن بي سي د لوړ پوړو مالي چارواکو نړيواله کمېټه په نړۍ کې د بېلابېلو برخو د هغو لويو دولتي او شخصي تصديو استازيتوب کوي چې ارزښت يې تر ۵۰۰۰ ميليارډو امريکايي ډالرو ډېر دی.

د نړيوالو تصديو پر چارواکو سربيره يو شمېر نړيوالو سازمانونو او ارګانونو هم د چين د راتلونکي اقتصادي پرمختګ په اړه خوشبيني ښودلې او په خپله وړاندوينه کې يې د چين اقتصادي وده لوړه کړې ده.

د رويټرز اژانس د خبر له مخې، دا چې د روان کال په دوهمه ربعه کې د چين په اقتصادي وده کې ډېر زياتوالی راغلی، په نړۍ کې مشهور ارزوونکي ارګان موډيس (Mody's) په خپله تازه وړاندوينه کې د چين د ۲۰۲۰ کال جي ډي پي اندازه لوړه کړې او لامل يې په دغه هېواد کې د کرونا وبا ښه کنټرول کېدل او د اقتصادي فعاليتونو بيا پيل په ګوته کړی دی. د موډيس په دې رپوټ کې هم اټکل شوی چې په چين کې به د خلکو د کاروبار په عادي کېدو سره د دوی عايدات لوړ شي او د مصرف اړتياوې به يې هم زياتې شي، خو بل لوري ته د چين توليداتو ته د بهرنيانو کمې اړتياوې به د دغه هېواد اقتصادي وده لږڅه محدوده کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای