CRI Online

جرمني ته د وانګ يي سفر به د چين او جرمني، د چين او اروپا ترمنځ اړيکو ته حياتي ځواک برابر کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-08-31 12:59:43
جرمني ته د وانګ يي سفر به د چين او جرمني، د چين او اروپا ترمنځ اړيکو ته حياتي ځواک برابر کړي

د چين د دولتي شورا غړی او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اګست له ۲۵مې نېټې څخه د سپتمبر تر لومړۍ نېټې پورې د اروپا له پنځو هېوادونو څخه په ليدنه بوخت دی، د ده وروستی تمځای جرمنی دی. په جرمنی کې د چين سفير وو کن وايي، دا په چين او اروپا کې د کوويد-۱۹ تر کنټرول کېدو وروسته اروپا ته د وانګ يي لومړی سفر دی او د چين او اروپا ترمنځ د اړيکو نږدېوالی لپاره ستر اهميت لري.

سفير وو کن وويل:

((چين هيله لري چې د وزير وانګ يي د دې سفر له لارې درې موخې ترسره کړي. لومړی، هغه به د دغه سفر له لارې وکولای شي چې په راتلونکی کې د چين او جرمني، د چين او اروپا د مشرانو ګډې نظريې ښې پلې شي او يو لړ سياسي او اقتصادي لايحې پرمخبيول شي. دوهم، چين غواړي د کووید-۱۹ ضد د مبارزې او د توليد او عرضې د نړيوال ځنځير د ثابتوالي په برخه کې له جرمني سره همکارۍ نږدې کړي. درېيم، چين غواړي د وانګ يي د دغه سفر له لارې د څواړخيزم د ساتلو او د نړيوالې ادارې د بشپړولو په اړه فعالې نښې وړاندې کړي او د نړۍ د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره نوي خدمتونه ترسره کړي. ))

سفير وو کن وويل، اوس د چين او جرمني په اړيکو کې نوې ځانګړتياوې رامنځته شوي. لومړی، سږ کال د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ تبادلې د پخوا په پرتله ډېرې زياتې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ متقابل ښه سياسي باور او همغږي ترې ښکاري. دوهم، جرمني په اروپايي ټولنه کې د چين تر ټولو لوی همکار دی او چين هم په تېرو مسلسلو ۴ کلونو کې د جرمني تر ټولو لوی همکار پاتې شوی دی. د دواړو هېوادونو اقتصادي او سوداګريزې اړيکې د کوويد-۱۹ له ازموينو څخه وتلي او پياوړی ځواک يې څرګند کړی دی. درېيم، په چين کې د مصرف بازار عادي شوی او د لوړې کچې پرانيستې يې هم ګام په ګام ترسره شوې، نو د چين بازار د کوويد-۱۹ له منفي اغېزې څخه د جرمني اقتصاد لپاره ډېر مهم دی. دواړه هېوادونه د نوې انرژۍ، درملو، چاپېريال ساتنې، ډيجټلي اقتصاد او ځيرکې ټکنالوژۍ په برخو کې د همکارۍ پراخ راتلونکی لري. نوموړي وويل، چين او جرمني به د کوويد-۱۹ تر سيوري او اغېزې لاندې راتلونکي کې په درېيو برخو کې خپلمنځي تبادلې او همکارۍ پياوړې کړي.

((لومړی، دواړه خواوې به په نږدې وخت کې په بېلا بېلو کچو او ساحو کې خپلمنځي تبادلې او ډيالوګ بيا پيل کړي، د خبرو اترو او مشورو ميکانيزمونه به ترسره کړي او متقابل تفاهم او سياسي باور به پياوړی کړي. دوهم، دواړه خواوې به خپلمنځي رښتينی همکارۍ عادي او پراخې کړي او د عرضې او توليد د نړيوال ځنځير د ساتلو لپاره به کوښښونه وکړي. دواړه خواوې به د کوويد-۱۹ د وقايې او کنټرول په برخه کې خپلمنځي همکارۍ لا پياوړې کړي او د دواړو هېوادونو د خلکو د تګ راتګ او د پروازونو د زياتېدو لپاره به لا ښه زمينه برابره شي.))

سږ کال د چين او جرمني ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ۴۵مې کاليزې سره برابر دی او اوس جرمني د اروپايي ټولنې د رئيسه هېواد دنده پر غاړه لري. سفير وو کن وويل، وزير وانګ يي به په جرمني کې د دغه هېواد له مشرانو سره کتنې وکړي او د چين او جرمني، د چين او اروپا ترمنځ د اړيکو، په بېلا بېلو ساحو کې د دواړو حواوو ترمنځ د همکاريو او تبادلو په شمول د ګډې علاقې وړ ځينو موضوعاتو په هکله د نظريو تبادلې وکړي. هغه وويل

((جرمني په اروپايي ټولنه کې تر ټولو پياوړی توان لرونکی هېواد دی او مهم رول لوبوي. د چين او جرمنی ترمنځ اړيکې پرمختللې دي چې د چين او اروپا د اړیکو لپاره لارښوونکي رول لري. جرمني له چين سره اړيکې د روان کال په دوهمه نيمايي کې ډيپلوماتيکو چارو کې لومړۍ اجنډا بولي او د اروپا او چين ترمنځ د اړيکو پرمختګ د هڅولو په برخه کې د دغه هېواد فعاله غوښتنه ترې ښکاري. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای