CRI Online

تايوان ته د چک د مشرانو جرګې رئيس د سفر تر شا څه پراته دي؟

cri     (GMT+08:00) 2020-08-31 15:17:44

د چک د مشرانو جرګې مشر ميلوس ويستويچ د اګست په ۳۰مه نېټه د دغه هېواد د ولسمشر او صدر اعظم له مخالفت سره سره د چين تايوان سيمې ته ورسېد او د يو ۸۹ کسيز پلاوي په مشرۍ يې له تايوان څخه په خپل سفر پيل وکړ. د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي چې اوس له جرمني څخه ليدنه کوي، پر ځايي وخت په ۳۱مه نېټه په دې اړه رسنيو ته څرګنده کړه چې تايوان د چين يوه نه بېلېدونکې برخه ده. دا چې تايوان مسئله د يو چين اصول ننګوي او په نړيواله ټولنه کې بې باوره بلل کېږي، نو څوک چې د يو چين له پېژندنې څخه پېښه اړوي، په حقيقت کې د ۱.۴ ميليارډو چينايانو سره دښمني کوي. د چين حکومت او چينايان به هرومرو د چک د مشرانو جرګې مشر او تر شا يې د چين ضد ځواکونو ته ځواب ورکړي او دوی به د دې لپاره لوړه بيه او ارزښت ورکړي.

چک له هغو څخه شمېرل کېږي چې ډېر وختي يې له نوي چين سره سياسي اړيکې ټينګې کړې دي. له تېرو څه باندې ۷۰ کلونو راهيسې د چک حکومت تل د يو چين پر تګلارې ټينګار کړی دی. تايوان ته د ويستويچ دغه سفر د چک په دننه کې ډول ډول شکونه راپورته کړي دي. د دغه هېواد ولسمشر ميلوس زيمن د نوموړي له دې کړنې سره تر ټولو سخت مخالفت کړی دی. هغه په خپله اعلاميه کې څرګنده کړه چې د چک جمهوريت ولسمشر، د استازيو جرګې مشر، صدر اعظم او خارجه وزارت تايوان ته له ياد سفر څخه ملاتړ نه کوي. د چک ولسمشر وياند له دې وړاندې هم پر دې نيوکه وکړه چې دا به په سيستماتيکه توګه ملي ګټو ته زيانونه ورسوي. سياسي تحليلوونکو ته دې اشاره کړې چې وسستويچ د کورنيو لاملونو په اثر نه د دوو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په لحاظه تايوان ته سفر کړی دی.

په چک کې د چين سفارت د روانې مياشتې په ۲۹مه نېټه څرګنده کړه، چين تل له دې سره ټينګ مخالفت کوي چې له چين سره د سياسي اړيکو لرونکي هېوادونه له تايوان سيمې سره رسمي تګ راتګ وکړي. چين له چک څخه جدي غوښتنه کوي چې د يو چين تګلارو پلې کولو ته دوام ورکړي او په واقعي کړنو سره د دواړو هېوادونو اړيکې ټينګې کړي.

زياتو خبري رسنيو دې ته پام کړی چې د چک او تايوان سيمې په اړيکو کې امريکا لاس لري. BBC خبر ورکړی چې د امريکا خارجه وزير مايک پمپيو د اګست په دوهمه لسيزه کې د چک د مشرانو په جرګه کې د خپلې وينا په ترڅ کې نيوکه وکړه چې د چين ستره برخه د چک او تايوان سيمې ترمنځ د تګ راتګ مخنيوی کوي. د هانکانګ يوه ورځپاڼه هم په دې اند ده چې مايک پمپيو چې د چين پر ضد دريځ ساتي او هر وخت د چين ضد خبرې کوي، اوس د چين ضد په ټلواله کې د چک د شاملولو هڅه کوي.

تايوان ته د ويستويچ د سفر تر شا څه پراته دي او څه موخه لري؟ په راتلونکي اکتوبر کې به د چک د مشرانو د جرګې ټاکنې، په ۲۰۲۱ کال کې به د استازيو جرګې ټاکنې او په ۲۰۲۳ کال کې به ولسمشريزې ټاکنې تر سره شي. ويستويچ په دغوټاکنو کې د خپل ګوند د برياليتوب لپاره له تايوان مسئلې څخه ګټې اخلي او غواړي چې له دې لارې خپل ګوند ته لا زيات ټکټونه راوړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای