د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د سپتمبر په لومړۍ نېټه په افغانستان کې د سختو سيلابونو له امله د دغه هېواد د بهرنيو چارو سرپرست وزير محمد حنيف اتمر ته د خواخوږۍ پيغام وليږه.
وانګ يي په دغه پيغام کې ويلي، د افغانستان په بېلا بېلو سيمو کې سخت سيلابونه رامنځته شوي، د سر او مال زيانونه يې رسولي دي. زه د سيلابونو له امله د مړه شویو کسانو په مړينه خپه، د خپلوانو دوستانو سره يې خواخوږي او همدردي څرګندوم. هيله لرم چې ټپيان شوي ژر جوړ شي. باور لرم چې د افغانستان حکومت تر لارښوونې لاندې به افغانان هرومرو له ناورينو سره په مقابله کې برياليتوب تر لاسه کړي او خپل کورونو به بياجوړ کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |