CRI Online

چين د امريکا تور رد کړ

cri     (GMT+08:00) 2020-09-01 22:02:57

د امريکا بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو پدې نږدې تېرو ورځو کې په ټولنيزو رسنيو کې پر خپلې پاڼې ليکلي چې د چين اقتصاد د چاپيريال په بيه پرمختګ موندلی. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د مايک پومپيو تور رد کړ او ويې ويل چې مايک پومپيو بايد خپلځان په هنداره کې وګوري.

په حقيقت کې چين" شين پرمختګ"يعنې د اقتصادي ودې ترڅنګ د چاپيريال ساتلو ته ډېره پاملرنه کوي او دا د باکيفيته پرمختګ د موندلو لار بولي. پدې وروستيو کلونو کې په چين کې د رامنځته شوو کثافاتو اندازه کال په کال کم شوی او چاپيريال يې هم په ښکاره توګه ښه شوی دی. په ۲۰۱۸ کال کې د چين د هر يونيټ جي ډي پي لپاره د خپور شوی د کاربن ډای اکسايد اندازه د ۲۰۰۵ کال په پرتله ٪45.8 کموالی ښودل شوی، د ۲۰۱۹ کال تر پايه پورې د چين په ښارونو کې د ژوند ٪99 کثافات له هغو لارو چارو حل شوی چې د چاپيريال د خرابېدو مخه نيول کيږي. برسيره پردې چين په جدي توګه د م م د اقليمي بدلون چوکاټي تړون ، د پاريس تړون او باسيل کنوانسيون په ګډون په بېلابېلو تړونونو کې ټاکل شوې دندې ترسره کړې او د نوی کېدونکو انرژيو په برخه کې يې تر ټولو ډېرې پانګونې کړې دي.

امریکا د ۲۰۱۷ کال په جون کې له پاريس تړون څخه د وتلو اعلان وکړ او خپل ګڼ کثافات پرمختیايي هېوادونو ته انتقال کړي دي، خو مايک پومپيو پر دې حقيقت خپلې سترګې پټې کړې او پر چين يې تورن کړی چې دا د خنډا وړ ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای