په افغانستان کې د چين لوی سفارت د سپتمبر په لومړۍ نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره اعلان وکړ، چې اوس چيني او بهرني مسافر کولی شي، د روانې مياشتې له اتمې نېټې څخه چين ته سفر وکړي، خو ټول مسافر بايد له خپل پرواز څخه درې ورځې مخکې د کوویډـ۱۹ (P.C.R) ټېسټ وکړي، څو مالومه شي، چې یاده ناروغي نه لري. هوايي شرکتونه بايد د مسافرينو د بدني څارنې ياد ټېسټ وڅاري.
هغه کسان چې غواړي، چين ته سفر وکړي، له سفر درې ورځې مخکې بايد د کورونا (P.C.R) معاينه د چين په لوی سفارت او یا ټاکلو روغتونونو کې تر سره کړي، هغه روغتونونه چې د کورونا (P.C.R) ټېسټونه يې د منلو دي، په لاندنې ډول دي :
1)CITY MEDICAL COMPLEX (CMC), Kart-e-Parwan Square,+93780606060/+93786686864,citymedicalcomplex.finance@gmail.com
2)HUMAN MEDICAL LABORATORY,Central Electronics Market,Main Kolola Poshta Road,Between Street 3 and 4,+93777771955/+93777771956,zaindxb2015@gmail.com
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |