CRI Online

د امريکا ځيني سياستوال بايد تاريخي جنايتکار ونه ګرځي

cri     (GMT+08:00) 2020-09-02 21:34:27

د سپتمبر درېيمه نېټه به د جاپان د تېري پر وړاندې د چينايانو د مقاومت جګړې يعنې د فاشيزم پرضد د نړيوالې جګړې د برياليتوب له پنځه اويايمې کاليزې سره برابره ده. که څه هم د چين خلکو تر څوارلس کلنې جګړې وروسته په دې جګړه کې بريا وموندله ، خو ۳۵ مليونو تنو ته ېې مرګ ژوبله واوښتله.چين د فاشيزم پر ضد د نړيوالې جګړې د وروستي برياليتوب د تر لاسه کولو لپاره ستر خدمتونه وکړل. انسانان چې له جګړو څخه وتلي، نه غواړي چې جګړه بيا پيل کړي. اوس سوله او پرمختګ هم نړيوال تمايل ګڼل کيږي.

خو دا د انديښنې وړ ده چې د کوويد ۱۹ وبا پر وړاندې ځينو امريکايي سياستوالو له نړيوال تمايل څخه سرغړونه کړې او په ډاګه يې د نوې سړې جګړې په اړه څرګندونې وکړې او په غلط تاريخي لوري روان دي.نو په دې مهال د فاشيزم پرضد د نړيوالې جګړې د برياليتوب د تجربو بيا يادونه ډېر اهميت لري.

د تېرې پېړۍ په درېيمه لسيزه کې د جاپان او جرمني په شمول ځينو فاشيستو هېوادونو دويمه نړيواله جګړه پيل کړه چې له امله يې د اسيا،اروپا او افريقا په شمول د ځمکې د ګردې کرې څه باندې سل مليونه تنو ته مرګ ژوبله واړوله او انساني تمدن ته يې زيانونه ورسول. په همدې مهال کې چين د شوروي، امريکا او بريټانيا په شمول متفقينو سره يو ځای د فاشيزم پر وړاندې مقاومت وکړ او په اخر کې يې نړيواله سوله او عدالت تامين کړل. تر دويمې نړيوالې جګړې وروسته د م م په استازيتوب د عصري نړيوالو اړيکو نوی نظم رامنځته شو او پر نړيوال جوړښت يې ژوره اغيزه وکړه.

د ډېرو څېړونکو په اند په دوهمې نړيوالې جګړې کې متفقينو بريا وموندله، کليدي لامل يې دا دی چې دوی د يووالي او همکارۍ پر بنسټ پر نړيوالې روحيې باندې ټينګار وکړ او د مړينې ګواښ پر وړاندې يې د افکارو، سياسي نظامونو او کلتورونو په برخو کې موجود توپيرونه له پامه وغورځول او د ګډو ګټو د ساتلو پربنسټ يې فولادي او اوسپنيز لوی ديوال جوړ کړ چې له امله يې عادلانه ځواکونو برياليتوب تر لاسه کړ.

تاريخ به په اسانه توګه تکرار نه شي. په ۲۰۲۰ کال کې د کوويد ۱۹ وبا مختلفو هېوادونو ته سخت زيان رسولی دی. ځينو لويديځو خبري رسنو اوسنی بحران تر دوهمې نړيوالې جګړې وروسته تر ټولو سخته ستونزه بللې. نو څنګه نړيوال له دې بحران څخه ووځي؟ د دې پوښتنې ځواب بايد په تاريخ کې پيدا شي. د امريکا د ميچيګان د چين نوښت د مرکز سلاکار توم واکينس په دې وروستيو ورځو کې له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې کوويد ۱۹ ويروس د انسانانو ګډ دوښمن دی ، د دې ګډ دوښمن پر وړاندې نړيواله ټولنه بايد جنجالونه او يو پر بل نيوکې پای ته ورسوي او د فاشيزم ضد جګړه کې دې يووالي او همکارۍ له روحيې زده کړه وکړي او په ګډه دې له دې بحران او منفي اغيزو سره يې مقابله وکړي.

خو د تاسف وړ خبره دا ده چې په دوهمې نړيوالې جګړې کې د متفقينو د يوه غړي په توګه امريکا تاريخ هيره کړی او د بهرنيو چارو د وزير مايک پومپيو په شمول ځينی امريکايي سياستوالو د فاشيزم ضد جګړه کې د امريکا ونډه او پاتی تاريخي ميراثونه او تجربې له پامه وغورځولې او ډېرې تيروتنې او ناسمې څرګندونې کوي چې دا د نړيوالې ټولنې له خوا غندل شوې. د جاپان د تيري پر وړاندې د چينايانو د مقاومت جګړې يعنې د فاشيزم ضد نړيوالې جګړې د برياليتوب د پنځه اوياييمې کاليزې په رارسېدو سره دې بېلا بېل هېوادونه په ګډه سره د م م په محور نړيوال نظم او سيستم وساتي او د همکارۍ او ګډو برياليتوبونو پربنسټ دې د عصري نړيوالو اړيکو د ټينګولو لپاره هڅې وکړي تر څو نړيواله سوله او پرمختګ ته وده ور کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای